نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د بغلان په نهو ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ۱۰ روغتیايي ټيمونو د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي لګښت خپل فعالیت پیل کړ چې د او- ار – سي- ډي ( ORCD ) موسسې له لوري یې د […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د بغلان په نهو ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ۱۰ روغتیايي ټيمونو د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي لګښت خپل فعالیت پیل کړ چې د او- ار – سي- ډي ( ORCD ) موسسې له لوري یې د پلي کېدو چارې پر مخ وړل کیږي. د بغلان د عامې روغتیارییس ډاکټرمسعود احمدي وايي: دغه روغتیايي ټېمونه د بغلان په تاله و برفک، بنو، ګذرګاه نور، خوست، خنجان، دوشي، فرنګ، مرکزي بغلان او پلخمري کې فعالیت کوي چې تر دوه میاشتو فعالیت وروسته به په ثابتو کلینیکو بدل شي.
هغه وایي: یاد ټیمونه په هغو سیمو کې فعال شوي چې خلکو یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلوده او ناروغان به یې ډېر کله له ستونزو سره مخ کېدل.
احمدي زیاتوي چې یاد لس روغتیايي ټېمونه د روان کلینیک په څېر روغتیايي تشکیل لري چې په ګرځنډه ډول په لیرې پرتو سیمو کې دناروغانو درملنه کوي.
مرینا پيوندي د ګرځنډه ټيمونو یوتن کارکوونکې وايي، چې ددې ټېمونو په فعاله کېدو سره ۶۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.