بغلان: په ۷۵۰۰ بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د بغلان د کرنې ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونود کرنې برخې په مالي لګښت او د اکتیډ دفتر په مرسته بغلان کې په ۷۵۰۰ بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه. ولي امرخېل د بغلان د کرنې ریاست د تکنالوژۍ او معلوماتو برخې مسؤل وايي، چې هر […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د بغلان د کرنې ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونود کرنې برخې په مالي لګښت او د اکتیډ دفتر په مرسته بغلان کې په ۷۵۰۰ بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

ولي امرخېل د بغلان د کرنې ریاست د تکنالوژۍ او معلوماتو برخې مسؤل وايي، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنموتخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه توره کېمیاوي سره شامله ده.
امرخېل زیاتوي،چې دغه مرستې د کرنې ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونود کرنې برخې په مالي لګښت او د اکتید دفتر په مرسته د بغلان په تاله و برفک، دهصلاح، برکې، فرنګ و جلګې ولسوالیو کې پر بزګرو وېشل شوي دي.
ددې مرستو د ویش موخه د کروندګرو او بزګرو د حاصلاتو زیاتوالی دی.