بغلان: په دوه ولسوالیو کې ۳۵۰۰ کورنیو ته د برېښنا رسولو سروې پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د بغلان د برېښنا ریاست مسؤلین وایي، چې د مرکزي بغلان د کډوالو او پلخمري په خواجه الوان سیمو کې څه باندې ۳۵۰۰ کورنیو ته د برېښنا ور رسولو سرویې یې پیل کړې او ژر به په دې سیمو کې د پایو د نصب او سیم زغلولو کارونه هم پیل شي. ملاسردارولي حمزه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د بغلان د برېښنا ریاست مسؤلین وایي، چې د مرکزي بغلان د کډوالو او پلخمري په خواجه الوان سیمو کې څه باندې ۳۵۰۰ کورنیو ته د برېښنا ور رسولو سرویې یې پیل کړې او ژر به په دې سیمو کې د پایو د نصب او سیم زغلولو کارونه هم پیل شي.

ملاسردارولي حمزه د بغلان د برېښنا رییس د باختر اژانس سیمه ایز خبریال ته وویل: چې دمرکزي بغلان ولسوالۍ د کډوالو د ښارګوټي او د پلخمري د خواجه الوان په سیمه کې یې د سرویې چارې پیل کړي څو په یادو سیمو کې ۳۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ور ورسوي.
حمزه زیاتوي چې د خواجه سیمې په اول هزار، دویم هزار، دریم هزار او څلورم هزار سیمو کې درې ذره کورنیو ته او د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کډوالو په ښارګوټي کې ۵۰۰ کورنیو ته ددوی له لوري برېښنا ورکول کیږي.

د یادولو ده چې مرکزي بغلان د کډوالو د ښارګوټي سرویې د بغلان د برښنا ریاست عملیاتي معاونیت ترسره کړې او ژر به په خواجه الوان سیمه کې هم د سرویې چارې پیل شي.