نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره شپه مجاهدینو د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ اړوند بابه نظر سیمه کې د ځانګړې قطعې په هغه عملیاتي قوه وسله وال برید ترسره کړ، چې د جنګي الوتکو په بدرګه د کندز په طرف روانه وه، د دغو بریدونو په ترڅ کې د دښمن ۲ لوی موټرونه او ۲ ټانکونه تخریب شول. همداراز ځیني […]
تېره شپه مجاهدینو د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ اړوند بابه نظر سیمه کې د ځانګړې قطعې په هغه عملیاتي قوه وسله وال برید ترسره کړ، چې د جنګي الوتکو په بدرګه د کندز په طرف روانه وه، د دغو بریدونو په ترڅ کې د دښمن ۲ لوی موټرونه او ۲ ټانکونه تخریب شول.
همداراز ځیني نور وسائل ویجاړ شوي او ۱ نارنجک، ګڼ شمېر نظامي توکي، شپني لیزرونه او نور جنګي توکې د مجاهدینو لاسه ته ورغلي دي.
د دې ترڅنګ د خلازیو سیمه کې د یادې قوې د ځانګړو ځواکونود قومندان شریف الله شریفي ټانک ویشتل شوی، چې له کبله یې ټانک په مکمل ډول تخریب شوی او نوموړی ګوډاګی قومندان چې په لویو لارو کې به یې له خلکو او موټروانانو څخه پیسې اخیستې او اولسي خلک به یې ربړول وژل شوی او ۱۰ نورګوډاګیان ژوبل شوي دي.
په دې برسېره د مکتب بالا دورې سیمه کې د دښمن ۲ نور ټانکونه هم له منځه وړل شوي، چې په ټولیز ډول دغه جګړه کې ۴ د دښمن غټ موټر او ۶ ټانکونه تخریب شوي دي.
2021/4/2
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.