بغلان: له ۱۰۱۵ بېځایه شوو کورنیو سره د نقدي مرستو لړۍ پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د بغلان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې له ۱۰۱۵ بېځایه شوو کورنیو سره د یونسیار د نقدي مرستو لړۍ پیل شوه. حاجي محمد ابراهیم عمري د بغلان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو ریس د باختر اژانس سیمه ایز خبریال ته وویل چې په دې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د بغلان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې له ۱۰۱۵ بېځایه شوو کورنیو سره د یونسیار د نقدي مرستو لړۍ پیل شوه.

حاجي محمد ابراهیم عمري د بغلان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو ریس د باختر اژانس سیمه ایز خبریال ته وویل چې په دې نقدي مرستو کې هرې سرویې شوې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کیږي او دویش څخه یې موخه خپلو اصلي ځایونو ته د بېځایه شوو کورنیو بېرته ورتګ دی.
عمري زیاتوي چې د دې مرستو د بهیر له پای ته رسېدو سره به بغلان کې د بې ځایه شوو کورنیو شمیر راکم شي.