نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د بغلان ولایت د بنو، پلحصار او دهصلاح ولسوالیو اوسېدونکي او قومي مشران وايي، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وړاندې په دغو ولسوالیو کې وسله والې غلاوې ډېرې وې او آن ډېرکله به وسله والو کسانو ددې ولسوالیو له اوسېدونکو د لویو لارو په اوږدو کې باج اخیسته. د اندرابونو د […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د بغلان ولایت د بنو، پلحصار او دهصلاح ولسوالیو اوسېدونکي او قومي مشران وايي، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وړاندې په دغو ولسوالیو کې وسله والې غلاوې ډېرې وې او آن ډېرکله به وسله والو کسانو ددې ولسوالیو له اوسېدونکو د لویو لارو په اوږدو کې باج اخیسته.
د اندرابونو د بنو ولسوالۍ کلانتر وایي: چې د اسلامي امارت له راتلو وړاندې دوی ګڼې ستونزې ګاللې او د نامسؤله وسله والو، غلو او زورواکو غلا او باج اخیستنې یې ژوند له ستونزو سره مخ کړې وو. عبدالخلیل زیاتوي چې د اسلامي امارت له راتلو سره سم په دغو ولسوالیو کې وسله والې غلاوې او باج اخیستنې کچه صفر ته راټیټه شوې ده. ارباب مطلب د پلحصار ولسوالۍ د ده یک د سیمې یو تن قومي مشر او بسم الله د دهصلاح ولسوالۍ د قاصان درې اوسېدونکي رسنیو ته ویلي چې په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټولیز ډول امنیت د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري رامنځ ته شوی او په بشپړ ډول وسله والې غلاوې او د واک جزیرې لمنځه تللي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي: چې د اندرابونو په درې ګونو ولسوالیو کې امنیت په ډاډمن ډول نیول شوی او اسلامي امارت به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د خلکو په زورولو لاس پورې کړي.
د یادولو ده چې د تیر نظام پرمهال د بغلان بنو، دهصلاح او پلحصار د بغلان هغه ولسوالۍ وې چې نامسؤله وسله والو ډلو او زورواکو پکې پراخ حضور درلوده او د غلاوو تر څنګ یې له خلکو باج هم اخیسته.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.