بغلان خوست، تخار او سرپل ولایتونو کې د بریښنا اړوند ځینې ستونزې حل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۵) د هیواد د بریښنا ریاست په ځینو ولایتونو کې د بریښنا رسونې په برخه کې له برمختګونو خبر ورکړی دی. یاد ریاست ویلي چې، د بغلان برېښنا تخنیکي ټیمونو د شبکې اړوند نږدې ۳۰ ترانسفارمرونو کې د میتر بکسونو، ( ABC) کیبلونو او مزو نوې کولو او ترمیم په ګډون عوارض […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۵) د هیواد د بریښنا ریاست په ځینو ولایتونو کې د بریښنا رسونې په برخه کې له برمختګونو خبر ورکړی دی.
یاد ریاست ویلي چې، د بغلان برېښنا تخنیکي ټیمونو د شبکې اړوند نږدې ۳۰ ترانسفارمرونو کې د میتر بکسونو، ( ABC) کیبلونو او مزو نوې کولو او ترمیم په ګډون عوارض لرونکې میترونه هم د چک او کنټرول په موخه را اېستلي دي.
دغه راز د برېښنا غلا مخنېوي په موخه له پلان سره سم د ساحوي شبکې او د سب سټیشن تجهزاتو څارنه شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت له تاسو ټولو ګرانو هېوادوالو غواړي، چې د برېښنا غلا مخنېوي کې د ونډې اخېستلو له لارې، د بیت المال شتمني خوندي کړئ او په دې سره یوه ستره ایماني او وجداني دنده ترسره کړئ
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې خوست ولایت کې د برېښنا پر شبکې د څار او اصلاح لړۍ په دوام، دا ځل د کاروان سرای اړوند شبکه کې اضافي پایې راوېستل شوې او د متون کجيري، پټورې او تورې وړۍ ساحو تخنيکي شرایط او د ترانسفارمرونو ظرفیتونه محاسبه شول.
دغه راز د یو شمیر هغو پیرودونکو تعرفې سوداکریزې شوې، چې هستوګنیزه برېښنا یې په سوداګریزه برخه کې کاروله.

د بریښنا په برخه کې یوه بل خبر کې راغلي چې د تخار ولایت د برېښنا تخنیکي کارکوونکو د ورسج ولسوالۍ برېښنا تولید دستګاه د بیرینګ لوی فلټر له اساسي ترمیم وروسته بیرته نصب کړ، چې یاده دستګاه له پاکولو وروسته بیرته فعاله شوه.
همداراز د برېښنا شبکې اصلاح لړ کې د سرپل ولایت د سیدآباد ساحو اړوند ترانسفارمرونه له چک او کنټرول وروسته پاک او کلک کړل او د یو شمیر زړو میتر بکسونو پر ځای یې نوي نصب کړل.