نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمند کي د برک مؤسسې لخوا د لمریزي برېښنا د ترمیم په برخه کي ۲۲ تنه زده کوونکي تر ۵ ورځني ورکشاپ ورسته فارغ او نن یې د فراغت سندونه ورکړه. د دغه مؤسسې مسؤل یونس هاشمي باختر آژانس ته وویل؛ یادو زده کوونکو ته د ۵ ورځو په موده کي د سولر سیستم جوړوني […]
هلمند کي د برک مؤسسې لخوا د لمریزي برېښنا د ترمیم په برخه کي ۲۲ تنه زده کوونکي تر ۵ ورځني ورکشاپ ورسته فارغ او نن یې د فراغت سندونه ورکړه.
د دغه مؤسسې مسؤل یونس هاشمي باختر آژانس ته وویل؛ یادو زده کوونکو ته د ۵ ورځو په موده کي د سولر سیستم جوړوني په برخه کي زده کړي ورکول سوي او نن د یاد کسب د جوړولو اړوند د مستري خانې لپاره ۱۸ قلمه توکي ورکړل سوه، څو دوی په راتلونکي کي د یاد کاروبار له لاري خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.
نوموړی وایي؛ فارغ سویو زده کوونکو ته د سولري سیستم د ترمیم په برخه کي پوره معلومات او زده کړي ورکول سوي ، چي په وینا یي دوی ته ۲۵ زره افغانۍ نغدي پیسې هم په دې سبب ورکوي څو دوی په ورکولو سویو پیسو د کار د شروع لپاره دوکانونه کرایه او خپل کاروبار پرې پيل کړي.
پرهمدې مهال د کډوالو چارو ریاست استازي محمد قاسم عزیزي د باختر اژانس د خبریال ګل محمد غورځنګ سره د خبرو پرمهال وویل؛ ډېر خوښ یو چي هلمند کي برک مؤسسې د دې ولایت اوسېدونکو ته د کاري زمیني برابرولو په هدف حرفوي زده کړي ورکوي.
نوموړي د دا ډول حرفوي زده کړو د ورکشاپو پر پلي کولو ټینګار وکړ او له فارغ سویو زده کوونکو یي غوښتنه وکړه چي له یادو زده کړو په سمه توګه استفاده وکړئ.
د نثار احمد او محمد خان په نوم دوه کسانو چي د سولر سیستم جوړوني په برخه کي له حرفوي زده کړو فارغ سوي وایي ، چي تر لاسه سویو زده کړو یي ډېر څه زده کړي او دوی به په راتلونکي کي د لمریزي برېښنا په برخه کي د یادو زده کړو څخه به په بشپړه توګه استفاده وکړي او خپل ځانونو ته به پرې د کار زمینه برابره کړي.
د یادوني وړه ده ، چي برک مؤسسه د سولر سیستم د ترمیم ترڅنګ د خیاطۍ او مبایل جوړوني په برخه کي هم لسګونه نارینه او ښځینه زده کوونکو ته حرفوي زده کړي ورکوي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.