بدخشان مرکز، خاش او بهارک کې ۴ اربکیان مړه او ژوبل شول

په مزدور دشمن د بریدونو په دوام تېره شپه ۱۱ بجې مجاهدینو د بدخشان ولایت مرکز اړوند سرغانګه سیمه کې د مزدور دشمن په پوسته برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ اربکی ووژل شو. دغه رنګه د بهارک ولسوالۍ اړوند تخساب او ورنیل سیمو کې مجاهدینو د مزدوري ادارې په اکمالاتي کاروان […]

په مزدور دشمن د بریدونو په دوام تېره شپه ۱۱ بجې مجاهدینو د بدخشان ولایت مرکز اړوند سرغانګه سیمه کې د مزدور دشمن په پوسته برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ اربکی ووژل شو.

دغه رنګه د بهارک ولسوالۍ اړوند تخساب او ورنیل سیمو کې مجاهدینو د مزدوري ادارې په اکمالاتي کاروان وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ ګوډاګی ژوبل شو.

همداراز د خاش ولسوالۍ اړوند زیرکزر سیمه کې مجاهدینو د ضابط خیال محمد په نوم په یو وحشي او ظالم اربکي باندې کمین برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی له یو ساتونکي سره قتل او موټر یې وسوځول شو.

‏۰۱‏/۰۵‏/۲۰۲۱