بدخشان: د پامیرونو اوسیدونکو ته د تابعیت تذکرو د ویش لړۍ پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۳) د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یو پلاوي د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ پامیرونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې سیمې اوسېدونکو ته د تابعیت تذکرو د ویش لړۍ پیل کړه. په دې سفر کې د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حبیب الرحمن عثماني او مل […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۳) د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یو پلاوي د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ پامیرونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې سیمې اوسېدونکو ته د تابعیت تذکرو د ویش لړۍ پیل کړه.

په دې سفر کې د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حبیب الرحمن عثماني او مل ټیم یې له پامیرونو لیدنه وکړه او د دې سیمې شاوخوا ۵۷۱ تنو ته یې د تابعیت تذکرې ووېشلې.

په ویشل شویو تذکرو کې ۵۰۱ مثنی او ۳۵ هغه یې نوې تذکرې وې او ترڅنګ یې د ۱۲۷ تذکرو د انځورونو تجدید هم ترسره شو.

د ویلو وړ ده، چې په راتلونکو پړاونو کې به د پامیرونو نورو پاتې اوسېدونکو ته هم د تابعیت تذکرې ووېشل شي.