نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي پامیر اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو په موخه هلته سفر ترسره کړ. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي په پامیر کې د مېشت قرغېز قومونو روغتیايي […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي پامیر اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو په موخه هلته سفر ترسره کړ. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي په پامیر کې د مېشت قرغېز قومونو روغتیايي حالت څخه له نېږدې لیدنه ترسره کړه. ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د پامیر اوسېدونکو لپاره به لا ښه عصري او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي. ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د وړوکي پامیر له کلینیک څخه هم لیدنه ترسره کړه او د کلینیک د مسوولینو د کارونو قدردانی یې وکړ . همدارنګه ښاغلي صاحبزاده د پامیر اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی د عامې روغتیا وزارت څخه یو لوړ رتبه پلاوی پامیر ته سفر کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.