نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په بدخشان کې د بمبار او وحشت په ترڅ کې لسګونه کورونه ویجاړ ګڼ ملکيان شهیدان او ټپیان شول د امریکايي اشغالګرو او غلامانو د پرلپسې سرغړونو او جنایاتو په دوام، نن د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ په استرب، باشند، یومل او تیرګران کلیو کې په ملکي کورونو باندې د هوايي بمباریو په ترڅ کې […]
په بدخشان کې د بمبار او وحشت په ترڅ کې لسګونه کورونه ویجاړ ګڼ ملکيان شهیدان او ټپیان شول د امریکايي اشغالګرو او غلامانو د پرلپسې سرغړونو او جنایاتو په دوام، نن د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ په استرب، باشند، یومل او تیرګران کلیو کې په ملکي کورونو باندې د هوايي بمباریو په ترڅ کې تر ۶۰ پورې بمبونه وغورځول. د دغه انساني ضد عمل په ترڅ کې لسګونه ملکي کورونه ویجاړ شوي، ګڼ باغونه او کروندې له منځه وړل شوې او خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د وحشت په ترڅ کې د استرب کلي جامع مسجد هم بمبار او نړیدلی دی. تراوسه پورې د ګڼو ملکي خلکو د شهادت او ټپي کیدو راپورونه رارسیدلي دي. اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه او د امریکايي اشغالګرو لخوا له موافقتنامې څخه مکرره سرغړونه په کلکه غندي او پارونکی اقدام يې بولي. که دغه وحشت او سرپيچۍ دوام کوي، اسلامي امارت به اړ وي چې له خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره په مناسبو لارو چارو له سره غور وکړي. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۷/۸/۱۴۴۱هـ ق ۲۲/۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/4/10م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.