نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۳۰ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د یوه لوی ذخيروي بند پروژه افتتاح او عملاً یې چارې پيل شوې. د قادس ذخیروي بند یوه حیاتې پروژه ده چې د قادس […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۳۰
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د یوه لوی ذخيروي بند پروژه افتتاح او عملاً یې چارې پيل شوې.
د قادس ذخیروي بند یوه حیاتې پروژه ده چې د قادس سیند د اوبو مهارولو، د سیلابونو په مخنیوي او د قادس د اوبو د سرچینو په قوي کولو کې خورا رول لري. د نوموړي بند د کاسي د اوبو ظرفیت ۱.۸۲ میلیون متر مکعب دی او د ۳۲ متره په ارتفاع سره جوړیږي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پراختيايې بودیجه چې ۱۲۵۰۰۰۰۰ امریکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو او روغتیا ساتني ریاست لخوا تطبیقیږي. د دغه بند په جوړیدو سره به ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او د سیمې ۶۰ زره اوسيدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.