نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۵ نن د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجتالله عبدالملکي،د چابهار بندر […]
الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۵
نن د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجتالله عبدالملکي،د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري او یوشمېر نورو ایراني مسوولینو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال محترم ملا صاحب له ایراني لوري وغوښتل څو په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اوږد مهال لپاره په مناسبه بیه ځمکه ځانګړې کړي، د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او افغانستان ته له چابهار بندر څخه د استفادې لپاره سهولتونه برابر کړي، څو په دې سره د افغانستان د ترانزیټ په کچه کې زیاتوالی راشي. ایراني لوري د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ عملاً استفاده پيل کړي. د ایراني مسوولینو په خبره، ایران په دغه برخه کې بشپړ چمتووالی لري. د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دغه برخه کې د ایران له لوري د هر ډول اسانتیاوو او همکارۍ رامنځته کولو په اړه توافق وشو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.