نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سوډان پوځ وایي، چې په ختیځه پوله کې یې د تېرې شنبې په ورځ د ایتوپیا د ځواکونو او امهرا ملېشو برید په شا تمبولی دی، پوځي مقاماتو ”سوډان ټریبون“ وېب سایټ ته ویلي، چې د برکات نورین ختیځ خوا ته په ۱۷ کېلو مترۍ کې د ملاکاوا سیمې څخه دغه جنګي وسله والې […]
د سوډان پوځ وایي، چې په ختیځه پوله کې یې د تېرې شنبې په ورځ د ایتوپیا د ځواکونو او امهرا ملېشو برید په شا تمبولی دی، پوځي مقاماتو ”سوډان ټریبون“ وېب سایټ ته ویلي، چې د برکات نورین ختیځ خوا ته په ۱۷ کېلو مترۍ کې د ملاکاوا سیمې څخه دغه جنګي وسله والې ډلې شړلي، خبر کې راغلي چې په ځوابي بریدونو کې د سوډان ۲۱ پوځیان وژل شوي دي.
د معلوماتو پر اساس د ایتوپیایي او سوډاني ځواکونو تر منځ د سپکو وسلو بریدونه تر غرمې پورې وغځېدل، خو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي چې ایا ایتوپیایي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي که نه.
د راپورونو له مخې، ایتوپیایي ځواکونه کوښښ کوي چې امهرا کې د کابو لس زره هغو کروندګرو مرسته وکړي چې اوسمهال د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي.
د یادونې وړ ده چې سوډاني پوځیانو په ۲۰۲۰ مېلادي کال نومبر میاشت کې د فشقه کبرٰی او فشقه صغرٰی زیاتره سیمې ازادې کړې، چې اوس وخت ناوخت د ایتوپیایي ځواکونو او له دوی سره مرسته کوونکې ملېشې په شا تمبولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۵ کلونو وروسته تېره ورځ امریکا په دغه هیواد کې خپل سفارت په رسمي توګه خلاص او سفیر یې پکې په کار پیل وکړ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.