او یاده پروژه د همدې دوه همکارو مؤسسو په همکارۍ پر مخ ځي.

په بولان سیمه کي د ۱۶.۶ کېلومتره کانال د پاک کارۍ چاري پیل سوې:   نن دهلمند ولایت دکلیو بیارغوني او پراختیا ریاست په رهبرۍ او د wfp مؤسسې په مالي لګښت د لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کي داوبو د ۱۶.۶ کېلومتره کانال د پاک کارۍ چاري پیل سوې.   دباختر اطلاعاتي اژانس د […]

په بولان سیمه کي د ۱۶.۶ کېلومتره کانال د پاک کارۍ چاري پیل سوې:

 

نن دهلمند ولایت دکلیو بیارغوني او پراختیا ریاست په رهبرۍ او د wfp مؤسسې په مالي لګښت د لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کي داوبو د ۱۶.۶ کېلومتره کانال د پاک کارۍ چاري پیل سوې.

 

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي دیادي پروژې تخنیکي چاري د ایچ ،آر ،ډي ،اې HRDA غیر دولتي مؤسسې په غاړه دي.

 

د دې پروژې کار به شاوخوا ۶ میاشتي وخت ونیسي چي په یاده موده کي به یې د هلمند د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست او همکارو مؤسسو له خوا وخت په وخت د نظارت چاري هم دوام ولري.

 

دیادولو وړ ده چي په یاده پروژه کي ۴۷ تنو ته د کار زمینه برابره سوې او هر نفر ته د میاشتي ۷۱۰۰ افغانۍ ورکول کيږي، د یادي پروژې په تکمیل سره به د ۲۴۰۰ جریبه زراعتي ځمکو د خړوبولو سیسټم فعال او ورغول سي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۶ هــ ق