امیرالمؤمنین حفظه الله قاضیانو ته مهمې سپارښتنې کړې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله نن د قاضیانو په یوه غونډه کې ویلي، چې د شرایطو په تکمیل سره باید د حدودو او قصاص حتماً پلي شي. دغه لیدنه چي د شنبې په ورځ ناوخته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله نن د قاضیانو په یوه غونډه کې ویلي، چې د شرایطو په تکمیل سره باید د حدودو او قصاص حتماً پلي شي.
دغه لیدنه چي د شنبې په ورځ ناوخته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله په مشرۍ ترسره شوه، په کې د ستري محکمې مرستیال او د زون په کچه د تمیز عالي مقام رئیس او غړو، د نظامي محکمې رئیس او غړو، د مرافعه محکمې رئیس او غړو، د ښاري محکمې رئیس او غړو، د کره کتني علماوو،دکندهار والي صاحب او نورو مسئولینو حضور درلود.
دغه لیدنه د قرآن عظیم‌شان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله هراړخیزه او ارزښتناکه وینا وکړه او حاضرینو ته یې په لاندي دوو برخو کي لازمي سپارښتني وکړې.
د کندهار د ولایت مقام اعلامیه وایي چې امیرالمؤمنین حفظه الله قاضیانو ته په خطاب کې وویل: «هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شریعي شرایط یې پوره کړي وي مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندي جاري کړئ،ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض ده ترڅو ورباندي عمل وکړئ. »

اعلامیه زیاتوي چې د اسلامي امارت مشرتابه دغه راز قاضیانو ته سپارښتنه کړې، چې دغلو، انسان تښتونکو او فتنه ګرو دوسیې په ښه ډول وڅېړي.