امریکا د روسیې ۲۷ دیپلوماتان له خپل هیواده اوباسي

په امریکا کې د روسې سفیر اناتولي انتونوف په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا د روسیې ۲۷ دیپلوماتان له کورنیو سره یوځای له خپل هیواده اوباسي، دغو دیپلوماتانو ته ویل شوي چې تر ۳۰ جنورۍ پورې له امریکا څخه ووځي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر استناد انتونوف له دغه خبرداري وروسته ویلي، چې […]

په امریکا کې د روسې سفیر اناتولي انتونوف په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا د روسیې ۲۷ دیپلوماتان له کورنیو سره یوځای له خپل هیواده اوباسي، دغو دیپلوماتانو ته ویل شوي چې تر ۳۰ جنورۍ پورې له امریکا څخه ووځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر استناد انتونوف له دغه خبرداري وروسته ویلي، چې د کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ دی، روسیې تر دې وړاندې ویلی و، په ۲۰۱۶ کال کې کله یې چې له امریکا سره روابط کړکېچن شوي له ۱۰۰ ډېر دیپلوماتان له کورونیو سره مجبور شوي چې له امریکا څخه ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، چې د روان کال د اکتوبر تر ۲۹ پورې د ملګرو ملتونو په ګډون په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۲۰۰ روسي دپلوماتان په کار بوخت وو.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره میاشت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي و، چې د بندیزونو او اخراجولو له امله روسیه کې د دوی دیپلوماتان په ۲۰۱۷ کال کې ۱۲۰۰ وو، خو اوسمهال یې په دغه شمېر کې د پام وړ کموالی راوستلی دی، د نوموړي په خبره اوس په روسیه کې ۱۲۰ تنه امریکایي دیپلوماتان شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې ښایي امریکا پر روسیې نوي بندیزونه هم ولګوي، د نویو بندیزونو لامل ممکن د اوکراین شاوخوا ناارامه وضعیت وي، بلخوا د باخبرو سرچینو په وینا امریکايي او برتانوي چارواکي هڅه کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې پر مشهورو سوداګرو بندیزونه ولګوي.

د رسنیو له قراره ښایي په دغو احتمالي اقداماتو کې د ځواکمنو روسي سوداګرو وېزو او ماسټر کارډونو ته د لاسرسي محدودول او همدارنګه د هغوی او د کورنیو لپاره یې بریتانیا او اروپا ته د سفر محدودیت شامل وي.