امریکا د توپان په لومو کې؛ تر دا مهاله یې لسګونه کسان وژلي دي

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، د امریکا په جنوب لوېدیځ کینټکي ایالت کې د توپان له امله لسګونه کسان وژل شوي دي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کینټکي ایالت د والي انډې بشیر له قوله چې رویټرز ته یې معلومات ورکړي و لیکلي، چې تر اوسه د دغه توپان له امله ۵۰ کسان […]

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، د امریکا په جنوب لوېدیځ کینټکي ایالت کې د توپان له امله لسګونه کسان وژل شوي دي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کینټکي ایالت د والي انډې بشیر له قوله چې رویټرز ته یې معلومات ورکړي و لیکلي، چې تر اوسه د دغه توپان له امله ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه توپان د جمعې د شپې په وروستیو شېبو او د هفتې په ورځ کینټکي ایالت او یو شمېر نور ایالتونه وځپل، انډې بشیر زیاتوي، چې ښایي د مرګ ژوبلې ارقام تر دې هم لوړ شي.

په یاد ایالت کې د بېړنیو خدماتو یوې ادارې رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه ژغورونکو مسئولینو د یادو تلفاتو تائید نه دی کړی، د یادونې وړ ده چې د کینټکي ایالت والي په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

انډې بشیر همدا راز ویلي، چې دې خورا خونړي توپان چې سخت باد هم ورسره ملتیا کوله او په ساعت کې یې سرعت ۳۰۰ کېلو متره اټکل شوی دی ډېری ودانۍ ویجاړې کړي دي، چې ښایي لویه فاجعه را منځ ته کړي.

هېره دې نه وي، چې د امریکا هوا پېژندنې ادارې په ارکنساس، ټینیسي، میسوري او الینویس ایالتونو کې هم د ورته توپان وړاندوینه کړې ده.