امریکا: د اور لګېدنې له امله ۴۰۰ استوګنځایونه سوځېدلي او ۸ کسان نادرکه شوي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ایالت په شمالی برخه کې د پراخې اور لګېدنې له امله ۴۰۰ استوګنځایونه سوځېدلي او تر اوسه د ۸ کسانو د نادرکۍ خبر ورکړل شوی دی. دا اور لګېدنه د کلیفورنیا ایالت په تاریخ کې دویمه پراخه اور لګېدنه ده چې را منځ […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ایالت په شمالی برخه کې د پراخې اور لګېدنې له امله ۴۰۰ استوګنځایونه سوځېدلي او تر اوسه د ۸ کسانو د نادرکۍ خبر ورکړل شوی دی.

دا اور لګېدنه د کلیفورنیا ایالت په تاریخ کې دویمه پراخه اور لګېدنه ده چې را منځ ته کیږي، د معلوماتو پر بنسټ لګېدلي اور تر دا مهاله د هیوسټن ښار زیاته برخه سوځولې، ځایي سرچینې وایي، چې د اټکل له مخې د کلیفورنیا لګېدلي اور تر دا مهاله له ۴۵۰ زره اېکړه څخه زیاته ځمکه سوځېولې ده.

د خبري رسنیو د راپورونو له مخې، له کلیفورنیا ایالت پرته د یورپ یو شمېر ځنګلي سیمې هم د اور په لمبو کې را ګیر شوې دي، ترکیې، یونان او الجزائر کې هم خورا سختو اور لګېدنو زور اخیستی دی، یو شمېر ساینسي ماهرین دا اور لګېدنې د اقلیم بدلون ښیي، خو لا یې هم اصلي لامل نه دی جوت شوی.