نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا د الاسکا ایالت په سواحلو کې ددغه هیواد یوې الوتکې سقوط کړی، چې له امله یې د پیلوټ په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي. د الاسکا ایالت د ساحلي برخې د ګارډ ځواکونو قومندانۍ د پېښې پر تائید سربېره ویلي، پلټونکې ډلې سقوط شوې الوتکه موندلې، […]
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا د الاسکا ایالت په سواحلو کې ددغه هیواد یوې الوتکې سقوط کړی، چې له امله یې د پیلوټ په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
د الاسکا ایالت د ساحلي برخې د ګارډ ځواکونو قومندانۍ د پېښې پر تائید سربېره ویلي، پلټونکې ډلې سقوط شوې الوتکه موندلې، چې د پیلوټ په شمول ټولو سپرلیو یې ژوند د لاسه ورکړی وو.
له وژل شویو څخه پنځه تنه یې لامبو وهونکي وو او یو تن پیلوټ و، تر اوسه د یادې الوتکې د سقوط لامل نه دی څرګند شوی، خو د الوتکې د سقوط پر مهال نری نری باران ورېده، چې ګومان کیږي د یادې الوتکې د سقوط لامل به د هوا خرابوالی وي، خو په دې اړه یې پلټنې پیل شوي دي، تر څو یې د سقوط اصلي لامل روښانه شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.