امریکایي ځواکونو ګڼ شمېر لوجستیکي او نظامي تجهیزات سوریې ته انتقال کړي

د ”سانا“ خبري اژانس د راپور له مخې، امریکایي ځواکونو له عراق څخه ګڼ شمېر لوجستیکي او نظامي تجهیزات سوریې ته انتقال کړي دي، دوی دغه نظامي تجهیزات سوریه کې په خپلو نظامي قرارګاوو کې ځای پر ځای کوي. د معلوماتو له مخې، امریکایي سرتېرو له عراق څخه ۱۰۰ لارۍ او ټانکرې چې لوجستیکي او […]

د ”سانا“ خبري اژانس د راپور له مخې، امریکایي ځواکونو له عراق څخه ګڼ شمېر لوجستیکي او نظامي تجهیزات سوریې ته انتقال کړي دي، دوی دغه نظامي تجهیزات سوریه کې په خپلو نظامي قرارګاوو کې ځای پر ځای کوي.

د معلوماتو له مخې، امریکایي سرتېرو له عراق څخه ۱۰۰ لارۍ او ټانکرې چې لوجستیکي او نظامي توکي پکې بار وو، د ”الولید“ له غیر قانوني لارې سوریې ته منتقل کړي دي.

یادې سرچینې ویلي، لومړی ۶۰ عرادې بار وړونکي موټر سوریې ته داخل شول او ورپسې دوه ساعته وروسته ۴۰ عرادې موټر چې په لوجستیکي او نظامي توکو بار وو، له عراق څخه ”رمیلان“ ښار ته چې د قامشلي ۶۸ کېلو متره ختیځ خوا ته موقعیت لري ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې سوریه په خپل هیواد کې د امریکایي سرتېرو موجودیت غیر قانوني ګڼي، څو ځله یې غوښتنه کړې چې امریکا باید ددغه هیواد اشغال ته د پای ټکی کېږدي او د هغو سیمو خلکو په څو ځله لاریونونه هم کړي چې هلته امریکایي اشغالګر ځواکونه استوګن دي، له همدې امله څه موده وړاندې د سوریې شمال ختیځ کې د ”تل احمد“ اوسېدونکو اجازه ور نه کړه چې د امریکایي اشغالګرو ځواکونو یو کاروان له یادې سیمې تېر شي.

په عین حال کې د سوریې پوځ د نومبر په لومړیو کې د الحسکه، رقه او حلب پر سړک پرتې یوې پوستې د امریکایي کاروان د تېرېدو مخه ونیوله، هېره دې نه وي چې د امریکا متحده ایالتونو منابعو د غلا او قاچاق په هدف د سوریې د الجزیرې سیمې په څو برخو په تېره بیا د دغه هېواد د تېلو او ګازو په زېرمو کې اډې جوړې کړې دي.