نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فکري انسټیټیوت یو تن امریکایي تحلیلګر ویلي، جوبایډن باید د ترکیې په جنوب کې خپله هوایي اډه چې څومره ژر کولی شي تخلیه کړي، مایکل رابین چې د امریکن اینټرپرایز انسټیټیوټ تحلیلګر دی زیاتوي، امریکا متحده ایالاتو باید دا هوایي اډه یوه لسیزه وړاندې لا پرېیښې وای. نوموړی وایي، اینجرلیک هوایي اډه یو وخت […]
د فکري انسټیټیوت یو تن امریکایي تحلیلګر ویلي، جوبایډن باید د ترکیې په جنوب کې خپله هوایي اډه چې څومره ژر کولی شي تخلیه کړي، مایکل رابین چې د امریکن اینټرپرایز انسټیټیوټ تحلیلګر دی زیاتوي، امریکا متحده ایالاتو باید دا هوایي اډه یوه لسیزه وړاندې لا پرېیښې وای.
نوموړی وایي، اینجرلیک هوایي اډه یو وخت د شوروي اتحاد د لویې پانګونې مرکز او د ۵۰ اټومي وسلو کوربتوب په غاړه لاره، خو اوس یوازې یو ستراتېژیک مسئولیت مخ ته وړي.
مایکل رابین وړاندې وایي، ترکیه چې ناټو کې غړیتوب هم لري، له دې سره سره یې میلان د روسیې خوا ته زیات شوی او ترکیه چې څومره د امریکا دوست هیواد بلل کیږي په هغه اندازه یې دښمنه هم ده.
نوموړی وایي، ښایي اردوغان یوه ورځ اینجرلیک اډه کې د امریکایانو حضور د یرغل نیونې شتمنۍ په توګه تلقي کړي، مایکل همدا راز یادونه کړې، که امریکا له دې پوځي اډې څخه ووځي نو دا به ترکیې ته د اقتصادي زیان یوه ستره ضربه وي او امریکا کولی شي د یونان او رومانیې له هوایي اډو څخه استفاده وکړي؛ ځکه دا اډې په هغه وخت کې د امریکا په تصرف کې نه وې.
لکه څنګه چې په مديترانه کې د ګاونډیو هیوادونو کړکېچ دوام لري او ترکیه په دې کړکېچونو کې ښکېل هیواد بلل کیږي، ځینو باخبره سرچینو ویلي، چې ممکن له اینحرلیک هوایي اډې څخه امریکایي ووځي.
ران جانسون د اروپایي چارو په اړه د امریکا د سنا کمېټې رئیس د اینجرلیک هوایي اډې په اړه ناخبري ښودلي خو وایي چې د پېښېدونکي خورا خراب حالت په وړاندې باید پلان ولرو، نوموړي وویل، له دفاعي لید پرته باید دې حقیقت ته وګورو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کوم پلان پر لاره اچولی ښه نه دی.
د معلوماتو له مخې، د اینجرلیک له هوایي اډې څخه د امریکایانو وتل به د اردوغان او د هغه د ملاتړو په وړاندې د واشنګټن د بې باورۍ یو ستر ګوزار وي.
خو له دې هر څه سره د ترکیې وګړو تر دې وړاندې په مختلفو غونډو کې د لاریونونو په ترڅ کې د اینجرلیک له هوایي اډې څخه د بهرنیو سرتېرو وتلو غوښتنه کړې ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.