امربالمعروف وزارت: کابل او څو ولایتونو کې مو (۸۴۷) تازه مسجدونو فعال کړي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د ا.ا.ا له قیام وروسته او د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو په جریان کې د هیواد په پلازمېنه سربېره په ډېری ولایتونو کې د محتسبینو په مرسته د دې ولایتونو د مرکزونو په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۴۷ مسجدونه فعال او دروازې یې د لمونځ کوونکیو پر مخ خلاصې شوې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د ا.ا.ا له قیام وروسته او د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو په جریان کې د هیواد په پلازمېنه سربېره په ډېری ولایتونو کې د محتسبینو په مرسته د دې ولایتونو د مرکزونو په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۴۷ مسجدونه فعال او دروازې یې د لمونځ کوونکیو پر مخ خلاصې شوې چې له جملې (۴۰۰) بابه مسجدونه په پلازمېنه کابل کې فعال شول چې د هغو له جملې (۲۶۹) بابه مسجدونه د اقامه او اذان له پاره تیار دي او پاته نور یې د جوړېدو په حال کې دي او ۱۱۴ مسجدونه په بدخشان ولایت کې فعال شوي، (۱۳۲) بابه مسجدونه په لوګر ولایت کې بېرته له سره فعال شوي چې له جملې یې (۳۲) مسجدونه نوي جوړ شوي او (۹۲) بابه هغه مسجدونه و چې دروازې یې د لمونځ کوونکیو پر مخ تړلې وې چې اوس فعال او د لمونځ کوونکیو پر مخ خلاص شول.
همدا راز د امربالمعروف وزارت د فرمان له صادرولو وروسته په پروان ولایت کې (۱۷۱) بابه مسجدونه فعال شول چې له جملې یې(۴۱) مسجدونه نوي جوړ شول چې دغو ټولو یادوشویو مسجدونو ته د امربالمعروف وزارت د محتسبینو له لوري ملا امامان مقرر شول چې میاشتنی معاش به یې د سیمو د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

همد راز د دې مسجدونو امامان د امامت تر څنګ د سمیې ماشومانو ته دیني زده کړي ورښیي او د لومړنیو زده کړو ټولګي هم پکې شروع دي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري په پلازمېنه کابل کې د اذان له پاره د لاوډسپیکرونو له نصبولو وروسته د پلازمېنې کابل په شمول د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف د مسؤلینو په مرسته ډېری غیر فعال مسجدونه فعال شوي چې ولسي خلک یې له کړنو راضي دي.