نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱ د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل تخنیکي پلاوی تاشکند ته خپل سفر کې د ازبکستان هېواد برېښنا وزیر او هغه هیواد د برېښنا ملي شرکت له عمومي رئیس سره ګډه ناسته وکړه. ښاغلي حمزه صاحب د ازبیکستان هېواد له همکاریو مننه […]
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱ د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل تخنیکي پلاوی تاشکند ته خپل سفر کې د ازبکستان هېواد برېښنا وزیر او هغه هیواد د برېښنا ملي شرکت له عمومي رئیس سره ګډه ناسته وکړه. ښاغلي حمزه صاحب د ازبیکستان هېواد له همکاریو مننه وکړه او د
برېښنا کچې زیاتوالي، برېښنا تعرفې ټیټولو، د برېښنا شرکت تختیکي کارکوونکو ته د وېزې ستونزو حل او د سرخان پلخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې. ښاغلي حمزه صاحب د ازبیکستان هېواد د انرژۍ وزیر ته د برېښنا تخنیکي ستونزې په اړه وویل، چې افغانستان کې د برېښنا کمښت له امله عامو وګړوسربېره صنعتي، تجارتي او دولتي تاسیساتو ته برېښنا بسنه نه کوي او له دې امله ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي، چې باید پر وخت حل او د برېښنا مقدار کي زیاتوالی راشي. د ازبیکستان هېواد انرژۍ وزیر وویل چي ددوی هېواد کې د برېښنا تخنیکي ستونزې له امله پرچاوۍ تطبیق کیږي او د دریو دستګاوو، تخنیکي ستونزو پر حل چټک کار روان دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې د یادو دستګاوو په بشپړېدو سره به د تړون مطابق افغانستان ته برېښنا ورکوي. افغانستان له ازبیکستان هېواد څخه د نورو برېښنا صادروونکو هېوادونو په څېر برېښناپېري چې د هر کال لپاره یې تړون نوی کیږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره له دې هېواد څخه د برېښنا پېرودلو تړون نن تمدید او لاسلیک شو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.