افغانستان کې نوی جوړ شوی موټر به په نړیوال نندارتون کې وښوودل شي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د هیواد د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره وایي چې غواړي د یادې ادارې لخوا جوړ شوی موټر په قطر کې جوړیدونکي نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي. د یادې ادارې لخوا پر تویتر پاڼه ددغه موټر انځور خپور شوی او ورسره لیکل شوي دي چې: « ‏په انځور کې (۲۰۲۲) […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د هیواد د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره وایي چې غواړي د یادې ادارې لخوا جوړ شوی موټر په قطر کې جوړیدونکي نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.
د یادې ادارې لخوا پر تویتر پاڼه ددغه موټر انځور خپور شوی او ورسره لیکل شوي دي چې: « ‏په انځور کې (۲۰۲۲) ماډل موټر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز لخوا په کمو امکاناتو جوړ شوی چې د جينوا د موټرو په نړيوال نندارتون کې چې په قطر هيواد کې جوړېږي نندارې ته د وړاندې کېدو په اړه د قطر سفارت استازو سره خبرې شوې هغوی هم د بشپړې همکارۍ ډاډ راکړ… »

دغه اداره وایي «موږ يقين لرو که د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې بشپړ حمايت وشي، دبازار د غوښتنو سره سم به مسلکي کسان وروزل شي، د کار زمينه به برابره شي او فقر به لمنځه لاړ شي »