اسماعیل هنیه د دویمې دورې لپاره د حماس ډلې سیاسي مشر وټاکل شو

د غزې په تړانګه کې د حماس ډلې اړوند یوه چارواکي تېره ورځ له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې اسماعیل هنیه د دویمې دورې لپاره هم د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو. د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې یحیٰ السنوار د […]

د غزې په تړانګه کې د حماس ډلې اړوند یوه چارواکي تېره ورځ له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې اسماعیل هنیه د دویمې دورې لپاره هم د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې یحیٰ السنوار د حماس ډلې مشر ټاکل شوی و، خو مئ میاشت کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا تر نښتو وروسته ددغه سازمان د پاتې غړو ټاکنې وځنډول شوې.

اسماعیل هنیه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د حماس د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی و، نوموړي د فلسطیني سیمو او له فلسطین څخه بهر د ټولو سیاسي فعالیتونو د نظارت مسئولیت درلود، ښاغلی هنیه د حماس ډلې د بنسټګر شهید شیخ احمد یاسین ښی لاس یادېده، شیخ احمد یاسین په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د اسرائیلي ځواکونو په یوه هوایي برید کې په شهادت ورسېد.

۵۸ کلن اسماعیل هنیه د حماس په مشرۍ په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د یوه کلیدي شخصیت په توګه را پورته شو او په پارلماني ټاکنو کې یې د فلسطین پخواني ګوند فتح ته ماتې ورکړه.

په ۲۰۰۶ میلادي کال کې په پارلماني ټاکنو کې تر بریا وروسته اسماعیل هنیه سدلاسه د فلسطین لومړی وزیر وټاکل شو، خو نړیوالې ټولنې د امریکا او اروپایي ټولنې په مشرۍ د نوموړي حکومت ته د فعالیت اجازه ور نه کړه.

د نړیوالې ټولنې د فشار له امله ولسمشر محمود عباس هنیه ته د حکومت کولو اختیارات منتقل نه کړل، چې له همدې کبله فلسطینیان په دوو برخو ووېشل شول، غزه کې د حماس ډلې حکومت جوړ کړ او د اسرائیلو لخوا په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې د محمود عباس په مشرۍ فلسطیني ادارې حکومت جوړ کړ.

اسرائیلو د حماس پر وړاندې له ۲۰۰۷ میلادي کال را په دېخوا د غزې تړانګه تر کلکې ځمکنۍ او سمندري محاصرې لاندې ساتلې ده، په دې موده کې یې پر فلسطنیانو درې ځلې ستر بریدونه تر سره کړي، د اردو نیوز د راپور پر اساس، اسرائیلي ځواکونو وروستی برید د روان میلادي کال په مئ میاشت کې تر سره کړ، چې له ۲۶۰ ډېر فلسطینیان یې شهیدان کړل او د فلسطین اسلامي ډلې په ځوابي برید کې ۱۳ اسرائیلیان ووژل شول.