اسلامي امارت پر ګلبدین حکمتیار شوی برید په کلکو ټکو وغانده

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۸) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندي. د افغانستان دښمنان هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته او په هېواد کې وېره خپره کړي. له نیکه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۸) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندي.

د افغانستان دښمنان هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته او په هېواد کې وېره خپره کړي.

له نیکه مرغه چې افغانان، د دښمنانو او شریرو عناصرو پر دې شومو موخو ښه خبر دي او دا بریدونه نشي کولای د دوی ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له محترم ګلبدین حکمتیار سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریکوي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
امنیتي ځواکونه مسؤولیت لري چې د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي؛ خو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له خلکو غواړو له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په دې برید کې د محترم حکمتیار صاحب یو ملګری شهید اودوه نور ملګري ټپیان شوي چې شهید ته فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو.