اسرائیلي هوایي ځواک له ۷ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا پر لبنان هوایي بریدونه کړي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو هوایي ځواک له ۷ کلونو وروسته یو ځل بیا پر لبنان هوایي بریدونه کړي دي، د اسرائیلو پوځ وایي، دا بریدونه یې د تېرو دوو ورځو راهیسې د هغو راکیټي بریدونو په ځواب کې تر سره کړي چې د لبنان له خاورې پر اسرائیلو توغول شوي […]

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو هوایي ځواک له ۷ کلونو وروسته یو ځل بیا پر لبنان هوایي بریدونه کړي دي، د اسرائیلو پوځ وایي، دا بریدونه یې د تېرو دوو ورځو راهیسې د هغو راکیټي بریدونو په ځواب کې تر سره کړي چې د لبنان له خاورې پر اسرائیلو توغول شوي وو.

د اسرائیلي پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې دوی په خپلو ځوابي هوایي بریدونو کې هغه ځایونه چې راکیټونه به ترې پیر کېدل او د اسلحې پټنځایونه وو، په نښه کړي دي.

د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، له تېرو دوو ورځو راهیسې د لبنان له خاورې پر اسرائیلو کابو څلور راکیټونه پیر شوي دي، ویل کیږي په دغو راکیټي بریدونو کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو څو ځایه اور لګېدنه را منځ ته شوې وه، بلخوا امریکا پر اسرائیلو راکیټي بریدونه غندلي دي.

اسرائیلي پوځ په غزه کې د حماس او په شام کې د حزب الله پر اسلامي ډلو بریدونه کوي، خو له ۲۰۱۴ میلادي کال را په دېخوا یې دا لومړی ځل دی چې دغه ځواکونه پر لبنان هوایي بریدونه کوي.

د لبنان تلوېزوني چینل خبر ورکړی، چې اسرائیلي هوایي ځواکونو د دوی حریم نقض کړی او له سرحد څخه کابو ۷ میله لرې یې پر محمدیه سیمې دوه بریدونه تر سره کړي دي، تر اوسه ددې حملو په ترڅ کې د را منځ ته شوي مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د لبنان پوځ په یوې بیانیه کې ویلي، چې دوی د هغو راکیټونو چې په اسرائیلو توغول شوي وو څېړنه کوي، خو اسرائیلي ځواکونو د دوی په خاوره ۹۲ مرمۍ پیر کړي دي، ددې بریدونو له امله د لبنان په ځینو سیمو کې اور لګېدنه هم را منځ ته شوې ده.