اروزګان کي دصفونو دتصفې کمیسیون د پيل غونډه ترسره شوه

نیټه: ۱۴۴۳/۵/۱۰ ه ق اروزګان کي دصفونو دتصفې کمیسیون د پيل غونډه ترسره شوه غونډه  دقران کریم دځو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل  شوه غونډه دصفونو ځخه دناپاکه او مفسدینو کسانو دایستلو په موخه پرانیستل سوه دا کمېسیون تېره ورځ له غرمی وروسته دارزګان ولایت په مقام کي رسمآ خپلي چاري پېل کړي، چي […]

نیټه: ۱۴۴۳/۵/۱۰ ه ق

اروزګان کي دصفونو دتصفې کمیسیون د پيل غونډه ترسره شوه

غونډه  دقران کریم دځو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل  شوه

غونډه دصفونو ځخه دناپاکه او مفسدینو کسانو دایستلو په موخه پرانیستل سوه دا کمېسیون تېره ورځ له غرمی وروسته دارزګان ولایت په مقام کي رسمآ خپلي چاري پېل کړي، چي د ملي امنیت ریاست په مشرۍ به ولایتي، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي هم برخه لري.

ددې کمېسیون مشر او اروزګان کي د استخباراتو د ادارې مسوول سالم اخندزاده صاحب وویل، د کمېسیون د جوړېدو څخه موخه د هغو کسانو په نښه کېدل او له لیکو ایستل دي، چي د ملي شتمنیو د زیان په ګډون یې داسي فعالیتونو ترسره کړي وي چي د اسلامي امارت د اوصولو خلاف او د عامو ولسونو د زیان سبب کیږي.

هغه وویل، هغه کسان چي د نظامي موقف او اسلامي امارت د نوم څخه د خلکو په زورونه، بیت المال په لوټېدو او د امارت د اوصولو خلاف یې کړني ترسره کړي وي، هغوی به له لیکو ایستل کیږي.

نوموړي وویل، د هر کس د ایستلو پرمهال به د هغه په اړه کره شواهد چي د نوموړي د ګوښه کېدو لامل سوي وي هغه او نظامي مسوول ته به ښودل کیږي.

سالم صیب وایې، که چیري بیاځلي همدا ګوښه سوي کسان نظامي لیکو ته داخل سي، نو نه یوازي به شخص ته سزا ورکول کیږي، بلکي کوم مسوول چي نوموړی په دندې ګماري هغه به هم له دندي لري کیږي.

اروزګان کي دصفونو دتصفیه کمېسیون یو بل تن برخوال او دغه ولایت کي د امر بالمعروف ادارې مسوول مولوي عطاءالله خادم صاحب ددې کمېسیون فعالیت د پاک نظام رامنځته کېدو برخه کي خورا مهم وګاڼه.

هغه وویل، داسي اشخاص چي د اوصولو خلاف کړني ترسره کوي،  هیڅکله صادق او د باور وړ نه دي.هغه له دیني عالمانو، مخورو او عامو ولس ځخه غوښتنه وکړه، چي دې برخه کي د کمېسیون سره همکاري وکړي او هغه کسان د شواهدو سره ورته په نښه کړي، چي د کمېسیون د اصولو له مخي باید د نظامي لیکو څخه وشړل شي.

هغه وویل، ایستل سوي کسان بیا هیڅکله ددې اجازه نه لري چي بیاځلي صفوفو ته داخل سي او هیڅوک حق نه لري چي ددې کسانو په پلوي کاروکړي.

د صفونو دتصفی کمېیسیون چي څو میاشتي وړاندي مرکز کابل کي په کار پیل وکړ، اوس یې چاري ولایتونو ته هم غځول شوي.