نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ارزګان کي پرافغانستان دتیر شل کلن اشغال په رامنځ ته کیدو کښی دنړیوالو اشتباهات او دهغوی پایلی تر سرلیک لاندی یومهم اولوی علمی سمینار جوړ او علمي مقالې ولوستل شوې دارزګان ولایت مرکزترینکوټ دپوهنتون په انګړ کي نن له غرمي مخکي علمی سمینار چی دتیری اداری او اشغال ګرو په تیروتنو جوړ سوی […]
ارزګان کي پرافغانستان دتیر شل کلن اشغال په رامنځ ته کیدو کښی دنړیوالو اشتباهات او دهغوی پایلی تر سرلیک لاندی یومهم اولوی علمی سمینار جوړ او علمي مقالې ولوستل شوې
دارزګان ولایت مرکزترینکوټ دپوهنتون په انګړ کي نن له غرمي مخکي علمی سمینار چی دتیری اداری او اشغال ګرو په تیروتنو جوړ سوی وو ګډونوال یی دپوهنتون استادان محصلین، اوګن شمیر نورسیاستوال، پوهان او دولایت لوړ پوړ مسؤلین وو .
دارزګان ولایت استازی طیب مولوی صاحب وویل چی دتیری دوری ټول نړیوال کنفرانسونه دافغانستان دخلکو په زیان او دشرعی احکام خلاف وو چی بدی پایلی یی درلودل.
دافغانستان داسلامی امارت مجاهدین ژمن دی چی ددی هیواد دزوریدلو او مظلوم خلکو لپاره د شرعی احکامو په رڼا کی خدمت وکړی ترڅو هیواد مو د پرمختګ په لوری روان سی.
ټولو ښوونکو ته مو هدایت دا دی چی په مکاتیبو کی تدریس داسلام دمبارک دین داصولو او حنفی فقهی مطابق وی.
امنیه قومندان بشیر حاجی بیا داسی علمی کنفرانسونه ګټور او دنورو کنفرانسونو دجوړلو غوښتنه یی وکړه.
ده زیاته کړه د افغانستان داسلامی امارت مجاهدین په لوړ مرال ،اخلاص، صداقت او رښتنولی سره دازادی دګټولو لپاره مبارزه وکړه موږ به دغه ازادی دخپل تن په وینو وساتو.
یاد علمی کنفزانس په داسی حال کی جوړیږی چی دری میاشتی مخکی دنړیوالو اشغالګروڅخه دافغانستان داسلامی امارت مجاهدینو ازادی تر لاسه کړه.
نیټه ۱۴۴۳/۴/۲۲ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.