نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ارزګان ولایت کې د کرکیټ سیالیو په دوام د ځوانو هیلو په نوم د کرکیټ ۴۰ “ورځنی” ټورنیمنټ کې د ارزګان زلمیانو کرکیټ لوبډله وتوانیده، چي ورستۍ لوبه د رحیمي کرکیت لوبډلې څخه وګټې او لومړی مقام خپل کړې، دغه سیالۍ چي ارززګان ولایت کې د خبریال حکمت الله “حکیمي” په مالي ملاتړ […]
ارزګان ولایت کې د کرکیټ سیالیو په دوام د ځوانو هیلو په نوم د کرکیټ ۴۰ “ورځنی” ټورنیمنټ کې د ارزګان زلمیانو کرکیټ لوبډله وتوانیده، چي ورستۍ لوبه د رحیمي کرکیت لوبډلې څخه وګټې او لومړی مقام خپل کړې،
دغه سیالۍ چي ارززګان ولایت کې د خبریال حکمت الله “حکیمي” په مالي ملاتړ او د کرکیټ بورډ فیدارسون په تخنیکي همکارۍ په لاره اچول سوي وو، تېره ورځ ناوخته د دارزګان زلمیانو کرکیټ لوبډلې لومړی مقام او رحیمي کرکیټ لوبډلې دوهم مقام خپل کړی·
د ارزګان ولایت د کرکیټ بورډ فیدارسون مشر خېروالله افغان وویل: چي دا ډول ټورنمینټونو د لوبغاړو د لا تشویق لپاره ګټور تمام سوي او له ملي سوداګرو او تجارانو غوښتنه کوي چي د کرکیټرانو لپاره یو معیاري میدان او اکاډمي جوړلو کې ورسره مرسته وکړې.
په ورته مهال د “حکیمي” کرکیټ لوبډلې مالي ملاتړ کوونکي خبریال حکمت الله وویل د یاد ټورنمیټ څخه یې؛ هدف د لوبغاړو تشویق کول، او د ملي سوداګرو پام راګرځول، د لوبغاړو ستونزوته، ترڅو له دوی سره مرسته وکړې او لوبغاړي وکولای سي د نورو ولایتونو سره د کرکیټ سیالۍ ترسره کړې.
بلخوا دارزګان ولایت کي د کرکیټ لوبغاړو هغه ستونزو ته اشاره وکړه چي دوی وسره لاس او ګریوان دی.
د لوبې په ورستۍ برخه کې هغه لوبغاړو او کرکیټرانو ته تحفیې او ستاینلیکونه” هم ورکول سوه، چي د لوبو پر مهال ښه ځلیدلې وو· دا په داسي حال کې ده، چي له دې څخه څو ورځي وړاندي هم ترینکوټ او د ارزګان په چوره ولسوالۍ کي د کرکیټ ټورنمیټونه په لاره اچول سوي و. نیټه: ۱۴۴۳/۶/۹ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.