ارزګان کي له ۱۹۶۰ بیوزله کورنیو سره د مرستو دویش لړی پيل سوه.

  د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ټولو ولسوالیو کي د بېوزله کورنیو د لاسنیوي لپاره پر ۱۹۶۰کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پېل سوه. دا مرستي هیواد کي د یوه سوداګر لخوا د ارزګان کي د معلولو، یتیمو،شهیدانو او اړمنو کورنیو سره سوي وې او نن یې د ویش لړۍ پیل سوه. […]

 

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ټولو ولسوالیو کي د بېوزله کورنیو د لاسنیوي لپاره پر ۱۹۶۰کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پېل سوه.
دا مرستي هیواد کي د یوه سوداګر لخوا د ارزګان کي د معلولو، یتیمو،شهیدانو او اړمنو کورنیو سره سوي وې او نن یې د ویش لړۍ پیل سوه.
ارزګان کي د امر بالمعروف ادارې یو تن مسوول خادم صیب وویل، د۱۹۶۰ کورنیو د لاسنیوي دا مرستي به د مرکز ترینکوټ په ګډون په ټولو ولسوالیو کي تر اړمنو کورنیو ورسول سي.
نوموړي وویل، ددې مرستو څخه ۵۶۰سهم په مرکز ترینکوټ، اته سوه سهم په دهراوود او چارچینو او پاتي شپږ سوه سهم په چورې او چنارتو ولسوالیو کي وېشل کیږي.
هغه وویل دا مرستي چي د یوه سوداګر په شخصي لګښت کیږي هري کورنۍ ته ۵۰ کېلو اوړه، ۲۵ کيلو وریجي او درې لیتره غوړي ورکول کیږي.
نوموړي هیواد کي له نورو بډایه خلکو هم وغوښتل چي دغه ډول مرستي زیاتي او د بېوزلۍ د مخینوي برخه کي همکاري وکړي.
مرستو ته ترلاسه کوونکي کورنۍ خوشحاله دي چي د هغوی د لاسنیوي برخه کي د مرستندویه ادارو او خیریه ټولنو ترڅنګ ملي او عام سوداګر هم بشري مرستي کوي.
محمد شریف د چورې ولسوالۍ اوسیدونکی وایې، وروستیو جګړو سخت اقتصادي ستونزو سره مخ کړی او هر ډول لاسنیوي ته اړتیا لري.
هغه خوشحاله دی چي نن ورته بشري مرستي ورکول کیږي او غوښتنه کوي چي دا ډول مرستو ته دي دوام ورکول سي.
ارزګان کي د یوه سوداګر لخوا له ۱۹۶۰ کورنیو سره داسي مهال خوراکي توکي وېشل کیږي، چي تېره اوونۍ هم دغه ولایت کي د یوه بل سوداګر لخوا پر اوه سوه کورنیو نقدي مرستي وېشل سوي وې.