نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د لیدني پرمهال هغه ته ژمنه ورکړه، چي دې ولایت کي به د روغتیا په برخه کي خپلو کړو ژمنو ته عملي جنبه ور اغوندي. دا لیدنه چي نن ولایت مقام کي ترسره سوه، د ارزګان د یونیسف ادارې د ځایې مسوولینو په ګډون د واکسین د برخي استازو هم ملتیا کړې وه ددې […]
د لیدني پرمهال هغه ته ژمنه ورکړه، چي دې ولایت کي به د روغتیا په برخه کي خپلو کړو ژمنو ته عملي جنبه ور اغوندي. دا لیدنه چي نن ولایت مقام کي ترسره سوه، د ارزګان د یونیسف ادارې د ځایې مسوولینو په ګډون د واکسین د برخي استازو هم ملتیا کړې وه ددې لیدني موخه دغه ولایت کي د روغتیا برخه کي د یونیسف ادارې لخوا د همکاریو د دوام ژمنه او ترڅنګ یې ګڼو روغتیایې مرکزونو ته د صحي درملو او نورو توکو د رسوني یادونه وه. د یونیسف ادارې ولایتي مسوول ډاکتر احمد فواد د ارزګان والي ته ژمنه ورکړه، چي هغوی به د سرخمرغاب روغتیایې مرکز ته د یوه جنراتور د ورکړي په ګډون د ولایتي روغتون لپاره د اوبو یوه زیرمه هم برابره کړي. دوی وویل، د اوبو دا زیرمه چي تر ۳۰ زره لیتره اوبو زخیرې ظرفیت به ولري، ډير ژر به یې د جوړيدو چاري د ارزګان ولایتي روغتون کي پيل سي. همدارنګه دوی د ارزګان د والي څخه وغوښتل چي د پولیو واکسین د پلي کېدو په راتلوونکي کمپاین کي هم ورسره همکاري وکړي. بلخوا د ارزګان والي حاجي دعوت صاحب دغه ولایت کي د یونیسف اداري مننه وکړه، چي خپل خدمات یې د خلکو د لاسنیوي برخه کي روان ساتلي دي. والي ژمنه وکړه، چي ولایت مقام به د یونیسف ادارې له چارو سره همکاره او په ټولو سیمو کي به ورته د پروژو د پلي کېدو زمېنه برابره کړي. نیټه: ۱۴۴۳/۶/۱۰ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.