نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
راپور:نیټه:۱۴۴۳/۵/۱۱ ه ق د ارزګان ولایت مقام د ادارې غونډو په تالار کي نن له غرمی مخکي دیاد ولایت د ولایتي مسوولینو او دغه ولایت کي د یوشمېر مرستندویه ادارو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره سوه او پرمهال یې پر بېلابیلو موضوعاتو بحثونه اوخبری وسوی. دا سکتوري غونډه د ارزګان د مرستیال والي حاجي مزمل […]
راپور:نیټه:۱۴۴۳/۵/۱۱ ه ق
د ارزګان ولایت مقام د ادارې غونډو په تالار کي نن له غرمی مخکي دیاد ولایت د ولایتي مسوولینو او دغه ولایت کي د یوشمېر مرستندویه ادارو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره سوه او پرمهال یې پر بېلابیلو موضوعاتو بحثونه اوخبری وسوی. دا سکتوري غونډه د ارزګان د مرستیال والي حاجي مزمل صاحب ترمشرۍ لاندي جوړه سوې وه، چې ګډونوال یې ددې ولایت امنیه قوماندان حاجي بشیراحب، د استخباراتو ادارې مسوول سالم اخندزاده صاحب، اود ولایت د ګڼو ریاستونو استازي او د یوشمېر موسیساتو ولایتي مسوولین وه. د غونډي پر مهال د ارزګان مرستیال والي حاجې مزمل دا ډول ناستي خورا مهمي او ارزښتمني وبولې او ډاډ یې ورکړ چي ولایتي اداره به د موسیساتو سره په هره برخه کي همکاره وي. هغه له مرستندویه ادارو وغوښتل چي د مرستو د وېش لپاره پر داسي پلان کار وکړي، چي له مخي یې اړمني کورنۍ ترې برخمني سي. په وینایې، په ښارکي له مېشتو سوالګرو د لاسنیوي لپاره دي موسیسات دوامداره مرستي وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره به د ټولو هغو موسیساتو لاسنیوی او همکاری وکړي، چی دې ولایت کي خېریه فعالیتونه ترسره کوي. همدارنګه غونډه کي ددغه ولایت د اقتصاد ریاست مسوول حسن مولوي د وینا پرمهال غوښتنه وکړه چي دا ډول سکتوري غونډي دي دوامداره سي. هغه وویل، د چارو د ښه تنظیم برخه کي ولایتي اداره، سکتوري ریاستونه او موسیسات دي دا ډول غونډي باید تل ترسره کړي. دې سکتوري غونډه کي ارزګان کي د امر بالمعروف ریاست مسوول فقیرمولوی صاحب بیا له مسوولینو وغوښتل چي خپلي ورځنۍ چاري په ښه توګه ترسره کړي. هغه وویل، که مسوولیت چي کوم کسانو ته سپارل کیږي، باید د اوصولو مطابق یې ترسره کړي. همدارنګه دې ستکوري غونډه کي د یوشمېر موسیساتو استازو هم ویناوې وکړې او ژمنه یې وکړه چي خپلي چاري به د تل په څېر مخي ته وړي. دوی له ولایتي ادارې وغوښتل چي د اړمنو کسانو لپاره داسي یو لیست جوړ کړي چي له مخي یې هره موسیسه وکولای سي، چي د هغه مطابق مرستي وویشي. د موسیساتو همکارانو له ولایتي ادارې وغوښتل چي د سروې لپاره دي له یوشمېر ریاستونو څخه یو ګډ پلاوی هم وګماري، ترڅو د موسیساتو سره په سیمو کي د سروې پرمهال همکاري وکړي. دوی د اسلامي امارت څخه مننه وکړه چي تل یې ورسره همکاري کړي ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.