نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ دیاد ولایت په مرکز ترینکوټ کي یو تن کمپیوټر کار په داسی مهال د امنيه قومندانی د امنیتي منصوبینو لخوا ونیول سو چې یو بل تن ته يي د اصلحی جعلي اجازت کارټ جوړا وه. امنیتي مسؤلین وايي هغه کسان چې دا ډول نا قانونه کړنې کوي د امنیتي ځواکونو لخوا به نیول […]
تیره ورځ دیاد ولایت په مرکز ترینکوټ کي یو تن کمپیوټر کار په داسی مهال د امنيه قومندانی د امنیتي منصوبینو لخوا ونیول سو چې یو بل تن ته يي د اصلحی جعلي اجازت کارټ جوړا وه.
امنیتي مسؤلین وايي هغه کسان چې دا ډول نا قانونه کړنې کوي د امنیتي ځواکونو لخوا به نیول کیږی او وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور سپارل کیږی تر څو په راتلونکي کې دا ډول کړنې تر سره نه شې.
یاد کس چې کریم الله نومېږي په خپل تر سره کړي جرم اعتراف کوي او وايي چې تیره ورځ يي یو بل تن ته د ۲۰۰۰ افغانیو په بدل کې د خپل کمپیوټر په واسطه د اصلحی یو جعلي اجازه کارټ جوړ کړی چې بلا اخیره د امنیتي منصوبینو لخوا ونیول شوم.
نوموړی وايي چې په خپل دي ناوړه کړنه پښیمانه دی او نور به هیڅکله هم داسې غیر قانوني کړنه تر سره نه کړی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.