نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
راپور نیټه: ۱۴۴۳/۵/۲۵ ه ق د روزګان ولایت د احصائې اومعلوماتو ریاست لپاره نن رسماً نوي رئیس په دنده پیل وکړئ. مولوي عبدالحق چي د افغانستان اسلامي امارت له لوري د روزګان ولایت د احصائې ریاست لپاره د رئیس په توګه معرفي سوي او نن د دغه ولایت داحصائې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو. […]
راپور نیټه: ۱۴۴۳/۵/۲۵ ه ق
د روزګان ولایت د احصائې اومعلوماتو ریاست لپاره نن رسماً نوي رئیس په دنده پیل وکړئ.
مولوي عبدالحق چي د افغانستان اسلامي امارت له لوري د روزګان ولایت د احصائې ریاست لپاره د رئیس په توګه معرفي سوي او نن د دغه ولایت داحصائې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
بل لور نوي ټاکل شوي رئیس مولوي عبدالحق د یاد ریاست لپاره د هر ډول خدمت ډاډ ورکړي او زیاته یې کړه چي د توان تر کچي به د خپل ولس د ښېرازۍ لپاره خپل وس ونه سپموم. او یادونه ئې وکړه چي زما راتګ ستاسي لپاره زیري دی
هغه وویل چي روزګان یو وروسته پاته ولایت دی اوزیاته ئې کړه چی که چیري زموږ اوستاسي ټول خلګ تذکرې واخلي نو زموږ په نفوس کي به زیاتولي راشي او دنفوس د ثبت په حساب به امتیاز هم له مرکزي حکومت څخه اخلو هغه وویل چي د الکترونیکي تذکرولړې به هم ژرترژره پیل شي.
په داسي حال کي چي تر مولوي عبدالحق مخکي احسان الله همت د دغه ریاست چاري سمبالولې.
او نوي رئیس ته یې دمبارکي ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.