نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دیاد ولایت په مستوفیت کي نن له غرمی مخکي د دغه ولایت د اداري مسؤلینو سره د مالیاتي اونۍ غونډه تر سره سوه. غونډه د مستوفیت په تالار کي جوړه سوې او دټولو ادارو رئیسانو او استازو پکي برخه لرل. غونډه لومړي د قران الکریم په ځو مبارکو ایاتونو پیل سوه او دغونډي په […]
دیاد ولایت په مستوفیت کي نن له غرمی مخکي د دغه ولایت د اداري مسؤلینو سره د مالیاتي اونۍ غونډه تر سره سوه.
غونډه د مستوفیت په تالار کي جوړه سوې او دټولو ادارو رئیسانو او استازو پکي برخه لرل.
غونډه لومړي د قران الکریم په ځو مبارکو ایاتونو پیل سوه او دغونډي په جریان کي د عوایدو په راټولو او د عوایدو پر جمع کولو هر اړخیز بحثونه اوخبري وسوی.
د مستوفیت رئیس مولوي شفیع الله فائز د خپلي وینا پر مهال د هر سکتور څخه په خپله برخه کي د عواید د راټولولو او همکارۍ غوښتنه وکړه،
نوموړي زیاته کړه چي د مالیې ورکړه د هیواد د ځان بسایني په لور ګام دی، نو راځي چی دمالیاتو ورکړه په یو ملی کلتور بدله کړو، ترڅو یو ارام، اباد اوسوکاله افغانستان ولرو. او زیاته ئې کړه چی د دولت دمالي بنسټ د پیاوړتیا او کورنیوعوایدو له لارې د بودیجې دتمویل لپاره مو مالیات سم او پروخت ورکړي او یو ښه مالیه ورکوونکی د هیواد ابادونکی دی.
بل لور دنورو ادارو رئیسانو هم په خپل نوبت خبری وکړی اوټولو د مالیاتو پر ارزښت خبري وکړي او مالیه یې د هیواد پر پراختیا او د خلکو پر هوساینه یو اړینه منبع وبلل.
نومړو زیاته کړه چي د هیواد هر وګړی مکلف دی تر څو خپله مالیه پر خپل وخت ورکړي.
د دوی په خبره د یو ښه اقتصاد درلودل یواځي د هغه ملک په مالیه ورکوونکو.او ټولونکو پوري اړوند دی او باید په دغه برخه کي هر هیواد وال خپل ملي وجیبه ادا کړي.
نوموړو د هیواد پر مختګ او د اقتصاد پراختیا د یو هیواد امنیت وبللی او زیاته یې کړه چي امنیت تامین دی او هر کس کولای سي چي تر خپله وسه هیواد کي پانګونه وکړي او د خپل هیواد د راتلونکي لپاره مثبت ګام واخلي.
او یادونه ئې وکړه چي پرخپل وخت اوپه خپله خوښه دمالیاتو په ورکولوسره دخپل دولت دحاکمیت بنسټونه غښتلي کړی. هغو وویل چي مالیات لګښت نه دی بلکي د دولت د بودیجې له پیاوړی کولوسره مرسته ده.
په دا سی حال کي چي دغه اونۍ په ټول هیواد کي د مالیې راټولو په پار او د خلکو د عامه پوهاوي لپاره لمانځل کیږي.
زموږ مالیه زموږ هیواد زموږ اینده ده.
نیټه: ۱۴۴۳/۶/۱۳ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.