ارزګان کي دخاص ځواکونو ۲۰۰ کسیزه قطعه جوړه اورسماً یې دنده پیل کړه.

نن د ارزګان ولایت دامنیه قومندانی په جامع جمات کي د۲۰۰ کسیزه قطعي خاص دجوړولو مراسم ترسره سول.په یادو مراسیمو کي ددی ولایت والي محترم حاجی ملامحمدخان دعوت صیب، مرستیال والي حاجی مزمل صاحب امنیه قومندان حاجی بشیرصیب، دامنیت امرحاجي کامران صیب، داستخباراتو مسول سالم صیب دقطعه خاص قومندان عمرصاحب اوګڼ شمیرنورو علماؤ کرامو ،مجاهدینو […]

نن د ارزګان ولایت دامنیه قومندانی په جامع جمات کي د۲۰۰ کسیزه قطعي خاص دجوړولو مراسم ترسره سول.په یادو مراسیمو کي ددی ولایت والي محترم حاجی ملامحمدخان دعوت صیب، مرستیال والي حاجی مزمل صاحب امنیه قومندان حاجی بشیرصیب، دامنیت امرحاجي کامران صیب، داستخباراتو مسول سالم صیب دقطعه خاص قومندان عمرصاحب اوګڼ شمیرنورو علماؤ کرامو ،مجاهدینو او دټولو رسنیو خبریالانو ګډون کړي وو.

د امنییې قومندانۍ اړوند په نظامې وسلو او نقلیه وسایطو سمبال د خاص ځواکونو یوه ۲۰۰ کسیزه قطعه جوړه او دامنیت ډاډ ورکولو په موخه د مرکز ترینکوټ ښار ته را ووتل اوټول ښاریان ئ ننداري ته را ووتل او دتاوده هرکلي سره مخ سول.

یاده قطعه به د اولس د امنیت په تأمینولو کې هر اړخیزه مرسته کوي. د ارزګان ولایت د امنیه قومندان ملاعبدالله بشیر صاحب لخوا د اسلامي امارت د خاص ځواکونو هغه ۲۰۰ کسیزه قطعه خاص رسماً په دنده پیل وکړه.

یاده قطعه به په دغه ولایت کې دضرورت په وخت کي عملیات تر سره کوي څو اولس په هوسا توګه ژوند وکړي.

حاجي بشیرصاحب وایې د خاص عملیاتو امنیتي ځواکونه چې د نظامي زده کړو او په مختلفو وسلو سمبال دي. تر څنګ يې  رنجر موټر او ټانګونه هم ورته تسلیم   شول

اسلامي امارت هڅه کوي چې د دا ډول ننګیالیو او زړه ورو امنیتي ځواکونو په روزولو سره  ولس اوهیواد ته امنیت تأمین کړي څو زموږ د هیواد دښمنان چې امنیت ته زیان اړوي مخنوی سوی وي.