ارزګان کي اقراء تعلیمی اوکلتوري خصوصي ښونځي د خپلو شاګردانو د تشویق او فراغت په پار غونډه ترسره کړه

  دیادولایت په مرکزترینکوټ کي نن له غرمی مخکي دنومړي خصوصي ښوونځي چي په ټول هیواد کې د ماشومانو د روزلو، د زدکړو ترلاسه کولو لپاره ګټوري، تمامي سوي، روزګان  ولایت کې یوازي اقراء تعلیمي اوخصوصي ښوونځي په نوموړي برخه کي فعالیت کوي ، خو زده کوونکي زیات دي. مرکز ترینکوټ کي د اقرآ ښوونېز […]

 

دیادولایت په مرکزترینکوټ کي نن له غرمی مخکي دنومړي خصوصي ښوونځي چي په ټول هیواد کې د ماشومانو د روزلو، د زدکړو ترلاسه کولو لپاره ګټوري، تمامي سوي، روزګان  ولایت کې یوازي اقراء تعلیمي اوخصوصي ښوونځي په نوموړي برخه کي فعالیت کوي ، خو زده کوونکي زیات دي. مرکز ترینکوټ کي د اقرآ ښوونېز مرکز کې لسګونه ماشومان د دیني او عصري زدکړو څخه فارغ کړل سوه، د غونډي په پیل کې د دغه ښوونېز مرکز مشر محمد داود دوراني وویل: هڅه کوي د روزګاني ولسونو د ماشومانو د زدکړو د عصري کولو لپاره نوري هم خپلي هڅي ګړندي کړې، نوموړي له کورنیو او والدینو هم غوښتنه وکړه چي خپل ماشومان چي د ټولني راتلوونکی نسل دی په اسلامي روحیه او زدکړو سمبال کړې.

په ورته مهال یو شمېر ښوونکو استادانو وویل د خصوصي ښوونځیو سره دې د پوهني ریاست او نوري اړوندي اداري خپل همکارۍ دوامداره وساتي، د روزګان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست استازی او د روزګان ولایت د لوړو زدکړو موسیسي رئیس اسدالله نور زیاته کړه؛ یوازنۍ لار چي له نړۍ سره مو سیال کولای سي، دیني او عصري زدکړې دي، چي پر مټ یې کولای سوو، هیواد د پردیو له مرستي په خپله پوهه سمسور کړو او خلګ مکلف کړل سی چي خپل ماشومان ښوونځیو اومدارسو ته ولېږي.

۲۰۲۱/۱۲/۱۸