ارزګان : په دهراوود ولسوالۍ کي امنیتې ځواکونو یو کس د لمریزي بریښنا یا سولر هندارودغلا په تور نیولی.

یاد کس عبد الغني نومیږي او  ددهراوود ولسوالۍ اوسېدنکی دی. د ارزګان ولایت ددهراوود ولسوالۍ امنیتي ځواکونو نن غرمه مهال په دغه ولسوالۍ کي نوموړی کس د سولري هندارو د غلا په تور نیولی دی. د د هراوود ولسوالۍ ځایې مسئولین وایې د یاد کس څخه یې ۱۳ داني سولرونه نیولي چی څو ساعته مخکي […]

یاد کس عبد الغني نومیږي او  ددهراوود ولسوالۍ اوسېدنکی دی.

د ارزګان ولایت ددهراوود ولسوالۍ امنیتي ځواکونو نن غرمه مهال په دغه ولسوالۍ کي نوموړی کس د سولري هندارو د غلا په تور نیولی دی.

د د هراوود ولسوالۍ ځایې مسئولین وایې د یاد کس څخه یې ۱۳ داني سولرونه نیولي چی څو ساعته مخکي یې له یو کور څخه غلا کړي وي.

ځایې مسئولین زیاته وي نیول سوي غله په خپل جرم اعتراف کړي او نیول سوي هنداری یې خپل خاوند ته سپارلي دي.

باید وویل سي چي دوه ورځي وړاندي د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د لومړی حوزي منسوبینو ۵ تنه غله د بیلا بیلو غلاوو او جرمنو په تور نیولي وه.

نيټه:۱۴۴۳/۴/۲۵ ه ق