نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ددی ولایت په مرکزترینکوټ کی د WFP مؤسسې په مالې مرسته د ADA مؤسسې او دترینکوټ دسېندیزۍ حوزې ریاست په تخنیکي همکاري ۱۰۸۸ بی روزګاره کسانوته دکار زمینه برابره کړه. دغه پروژه چي د ارزګان ولایت مرکزترینکوټ په خرماء سیمه کي پلي کیږی نن ئې پرانیسته وسوه، چي ۱۰۸۸ بي روزګاره کسان به د کانالونو […]
ددی ولایت په مرکزترینکوټ کی د WFP مؤسسې په مالې مرسته د ADA مؤسسې او دترینکوټ دسېندیزۍ حوزې ریاست په تخنیکي همکاري ۱۰۸۸ بی روزګاره کسانوته دکار زمینه برابره کړه.
دغه پروژه چي د ارزګان ولایت مرکزترینکوټ په خرماء سیمه کي پلي کیږی نن ئې پرانیسته وسوه، چي ۱۰۸۸ بي روزګاره کسان به د کانالونو په کیندولو سره خپلې کورنۍ ته حلاله روزي په لاس راوړي .
د پرانیستي پرمهال د ADAمؤسسی استازي نصرالله یادونه وکړه او وویل چی نوموړو کسانوته به دمیاشتې ۷۰۱۰۰ افغانۍ ورکول کیږی، او دغه پروژه د شپږمیاشتولپاره دوام کوي.
وروسته د ترینکوټ دسندیزې حوزې رئیس ملا وکیل احمد نقی صاحب ټولوحاضروکسانوته وینا وکړه او زیاته ئې کړه چي دا شل کاله دی سیمې ته هیڅ یو مؤسسه نه ده راغلي داسلامي امارت په راتګ سره به په ټولو هغو سيموکي د مؤسسو مرستندویه پرګرامونه پلي کیږی چي په تیروخت کي دنوموړو پرګرامو څخه بي برخي پاته سوی دي. هغه وویل چي داسلامي امارت دا شل کلنه مبارزه ستاسی ولس د ښیرازي لپاره وه، او زیاته ئې کړه چي داسلامي امارت مسؤلین ستاسی ولس خادمان اوستاسی لپاره به خدمت کوي او ستاسی دهوسایني لپاره به زمینه برابروي ددي سره سم د یادي سیمې اوسیدونکي ځکه خوښ ول چی له یوي خوا به دخپلی سیمې کانالونه صفا کړي او له بلي خوابه خپلو کورنیوته حلاله روزي په لاس راوړي. د سیمي اوسیدونکو وویل چي ددغي پروژي په پیلدوسره خوښ یو داچي زموږ دسیمې اوسیدونکي تېري جګړی سخت ځپلي دی یوازي دا پرګرام بسنه نه کوي، زموږ داسلامي امارت څخه داغوښتنه ده چي ددي په شان نور داسي پرګرامونه زموږ لپاره په لاره واچوي .
نېټه ۱۴۴۳/۶/۶ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.