نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ارزګان راپور:نیټه۱۴۴۳/۵/۱۷ ه ق ارزګان ولایت د امینه قومندانۍ په مقام کي درسنیودمسؤلینواوخبریالانو سره دهمږغی غونډه ترسره شوه غونډه لومړي دقران کریم په څومبارکوایاتونوسره پیل شوه وروسته دروزګان ولایت امینه قومندان ملاعبدالله حاجی بشیر دټولورسنیومسؤلین اوخبریالانوته ښه راغلاست ووایه اودهغوی سره ئې دژورنالیزم داوصولو او درسنیو دقانون مطابق خپله وینا وکړه او زیاته ئې کړه […]
ارزګان راپور:نیټه۱۴۴۳/۵/۱۷ ه ق
ارزګان ولایت د امینه قومندانۍ په مقام کي درسنیودمسؤلینواوخبریالانو سره دهمږغی غونډه ترسره شوه
غونډه لومړي دقران کریم په څومبارکوایاتونوسره پیل شوه وروسته دروزګان ولایت امینه قومندان ملاعبدالله حاجی بشیر دټولورسنیومسؤلین اوخبریالانوته ښه راغلاست ووایه اودهغوی سره ئې دژورنالیزم داوصولو او درسنیو دقانون مطابق خپله وینا وکړه او زیاته ئې کړه چي خبریال ئې دټولني د درملنې ماشین او دټولنې سترګي یادکړي هغه وویل چي هرخبریال او ژورنالیست بایدخپل راپورونه د رسنیو دقانون په چوکاټ کي ترتیب اونشرکړی
حاجی بشیر صاحب زیاته کړه چي خبریال دي خپله راپورونه دحقایقوپربنیاد ترتیب کړي او خپله سرچینه دي وپيژنې او دافکر دي وکړي چي زما سرچینه معتبره او موثق ده که دروغ ګويه ده او خبریال دي ځان ترقانون پورته نه ګني ځکه قانون ترهرچامافوق دي، اویادونه ئې وکړه چي دخبریال مسؤلیت دټولنې ناخوالوته انعکاس ورکول دي نه په ټولنه کي منفي پروپاګند کول
هغه وویل چي خبریال دي دټولني داصلاح لپاره کاروکړي نه داچي دټولنې په سترګوکي خاوری وروپاشي هغه خبریالانوته سپارښتنه وکړه چي تاسي باید خپلې سرچیني معتبري کړي دنامعتبروسرچینو دراپورونو د را اخستلوڅخه ډډه وکړي او زیاته ئې کړه چي افغانستان زموږ اوستاسي ګډ کوردي نو راځي چي دغه ګډ کور په یوالي او اتحاد سره جوړکړه
هغه وویل چي پردي زموږ کورنه سي جوړوالایی . هغه وویل چي د اسلامي امارت دمسؤلینو مبارزه د امتیاز لپاره نه وه بلکي د یوشرعي نظام دنافضولو لپاره وه تاسي ته بهتره تجریبه سوه چي ګاونډیانو زموږ پرخاوره یرغل وکړي او داسلامي امارت مجاهیدینو هغه یرغل شنډ او خنثاکړي او هیواد ئې د پردیو داشغال څخه خلاص کړي نو ستاسي څخه موهیله داده چي دخپل نظام سره اوږه پراوږه ودریږي او د نظام دبقاءلپاره کاروکړي. اوزیاته ئې کړه چی خبریال دچاپه شخصی ژوندکی دمداخلې حق نلری. وروسته دامرامینت مسؤل کامران مولوی صاحب وینا وکړه. هغه وویل چي تاسي زموږ ورونه یاست زموږ اوستاسي ترمنځ بیلتون هیڅوک نه سي راوستایی او زیاته یی کړه چي موږ اوتاسی باید هوښیاراوسو او دچا دمنفی اډیالوژي ښکارنه سوه اونه چاته د مداخلي فرصت ورکړو چي زموږ په نظام او خاوره کي ئې وکړي. ورسته نعماني مولوی صاحب وینا وکړه او زیاته ئې کړه چي موږ دهيچاسره تعصوب نلرو هغه که دهرقوم اوقبلی اوسیدونکي یی داسلامي امارت مسؤلین ټول خپل ورونه ګڼي اوموږ ستاسي ورونه تاسي زموږ ورونه یاست. ورسته رازمحمد ضمیر داطلاعات امر وینا وکړه هغه په خپلوخبروکي د رسنیومسؤلینوته د رسنیو قوانین او دژورنالیزم معیارونه او قوانین وروپيژندل، هغه وویل چی دژورنالیست مسؤلیت په ټولنه کي د خلګو دحریم درناوي، بی پري پاته کیدل، دټولنې استازیتوب، خپلي اداري او اوصولوته درناوي، دتخلف څخه ځان ساتل دی. او زیاته ئی کړه چي د رسنیو د قانون پربنسټ باید دټولو رسنیو مالی سرچیني حکومت ته په ډاګه سي،
هغه وویل چي کله یوهیواد په بل هیواد کي خپل نفوذ زیاتوی نو دهغه هیواد دخلګو عامه افکار تر خپل تاثیرلاندي راولی، چی داکار یوازی درسنیو دلاری شوني دي نو زموږ درسنیو کارکونکي باید دپوره مسلکیتوب څخه کار واخلي ترڅو ددی کار مخه ونیسي. چی کلتور او فرهنګ دیوټولنې معنوي ځواک او ارزښت دی، چي دهغي ټولنی هویت تشکیلوی او دهغه په مټ ديوي ټولنې وکړي دبلي ټولنې دوګړو څخه بیلوی. وروسته هرخبریال خپل نظر شریک کړي او ټولو خبریالانو د محترم حاجي بشیرصاحب څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه چي موږته مخکني اداري لا زمینه نه وو برابره کړي چي موږ په ازادانه توګه خپل نظر ووایو ټولو خبریالانو او درسنیو مسؤلینو دمحترم قومندان صاحب څخه غوښتنه وکړه چي موږته دي معلومات پروخت راکړل سي،
محترم حاجي بشیر صاحب دټولو خبریالانو خوندیتوب دځان مسؤلیت یادکړي او هغوته ئې دپوره همکاري ډاډ ورکړي .او دوي هم هریوه په خپل وارسره داژمنه وکړه چي موږ مو همکاره یو او دخپلو تیروتونو بخښنه ئې وغوشته او زیاته ئې کړه چي جرم شخصي عمل دي یوازي دجرم مرتقیب هغه شخص دي نه ټول خبریالان هغوی وویل چي سزاهم باید هغه شخص ته ورکړل سي نه ټولوته. وروسته د قومنداني ویاند اغاولی قوریشي صاحب ټولو خبریالانوته دپوره همکاري ډاډ ورکړی او وویل چي ددی وروسته به ستاسي په راپورونو کي هیڅ ځنډ نه راځي هغه معلومات چي دروزګان دامینه قومندانې مربوط وی پروخت درته رسیږي. غونډه د دعاء په وویلو سره پای ته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.