نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د عامې روغتيا وزارت د سترګو د ګرځنده پروژې د متخصصينو ټيم له لوري دا ځل د ارزګان ولايت د سترګو ناروغانو لپاره د عملياتونو لړۍ پيل کړې ده. چې د يادې لړۍ په جريان کې تر اوسه د ۸۵ تنه ناروغانو د سترګو د پردې عمليات تر سره شوی دی ، ۱۰۰۰ […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د عامې روغتيا وزارت د سترګو د ګرځنده پروژې د متخصصينو ټيم له لوري دا ځل د ارزګان ولايت د سترګو ناروغانو لپاره د عملياتونو لړۍ پيل کړې ده. چې د يادې لړۍ په جريان کې تر اوسه د ۸۵ تنه ناروغانو د سترګو د پردې عمليات تر سره شوی دی ، ۱۰۰۰ تنه هغه کسان وه، چې د سترګو روغتيايي ستونزې يې درلودې معاينه او درمل ورته توصيه شول، ۲۰۰ اشخاصو ته چې د مطالعې مشکلات لري عينکې توزيع شويدي. هېره دېنه وي د نوموړي ټيم فعاليت به د قوس د مياشې تر دريمې نيټې پورې په ياد ولايت کې ادامه ولري چې مجموعي به د ۲۵۰ ناروغانو د سترګې د پردې عملياتونه اجرا کړي او ۳۰۰۰ ناروغانو ته به درمل توصيه کړي. د دې تر څنګ ۴۰۰ هغه کسانو ته د به مطالعې عينکې توزيع کړي چې د سترګو لپاره عینکو ته اړتيا ولري. ياد ټول خدمات د عامې روغتيا وزارت له لوري په وړيا ډول وړاندې کيږي چې په راتلونکي کې به نورو ولايتونو کې هم ياد فعاليت ته ادامه ورکول شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.