اراکوزیا خصوصي پوهنتون کي د طب پوهنځۍ د بیا فعالیت پرانیست غونډه ترسره سوه:

  نن یکشنبه د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسیسې په انګړ کي د طب پوهنځۍ د بیا پیل کېدو په مناسبت غونډه ترسره سول. په غونډه کي د هلمند ولایت لپاره د لوړو زده کړو وزارت استازي ډاکټر سمیع الله سعید، د اراکوزیا پوهنتون مؤسس، د دولتي او شخصي پوهنتونو مسؤلینو، ښوونکو، محصلینو، نظامي […]

 

نن یکشنبه د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسیسې په انګړ کي د طب پوهنځۍ د بیا پیل کېدو په مناسبت غونډه ترسره سول.

په غونډه کي د هلمند ولایت لپاره د لوړو زده کړو وزارت استازي ډاکټر سمیع الله سعید، د اراکوزیا پوهنتون مؤسس، د دولتي او شخصي پوهنتونو مسؤلینو، ښوونکو، محصلینو، نظامي مسؤلینو، اداري کارمندانو او د پوهني ریاست مسؤلینو ګډون درلود.

غونډه د معمول سره سم د قرانکریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
وروسته د اراکوزیا پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ رئیس پوهنیار عبدالمنان (سلطاني) خبري وکړې او تر هر څه وړاندي یې هلمندي ولس ته د طب پوهنځۍ د بیا فعالیت مبارکي وړاندي کړه.

همداراز ښاغلي سلطاني وویل چي اراکوزیا پوهنتون پراخ کتابتون لري او په یاد کتابتون کي د نورو کتابونو تر څنګ زیات شمېر طبي کتابونه د محصلینو او استادانو د ګټي اخیستني لپاره شتون لري چي استادان او محصلین د خپلو علمي وړتیا د لوړولو په برخه کي ترې ګټه اخلي.

ورپسې په هلمند ولایت کي د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر سمیع الله (سعید) وویل چي په هلمند ولایت کي د ټولو پوهنتونونو د پوهنځیو اداري او اکاډمیکي چاري وخت پر وخت د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقراراتو سره سم ارزول سوي چي په دې ارزونو کي محصلین، استادان، د پوهنځيو څانګې او د پوهنځيو ریاستونه شامل دي.
ښاغلي سعید د اراکوزیا پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او ټولو کارکوونکو مننه وکړه او ددوی علمي خدمتونه یې وستایل او زیاته یې کړه چي پوهنتونونه او ښوونځۍ د هیواد بچیان روزي او ولس ته یې د خدمت لپاره چمتو کوي.

همدا راز ښاغلي سعید د دولتي پوهنتون، شخصي پوهنتونونو او ښوونځیو ټولو استادانو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چي د علم او پوهي د سطحي د لوړاوي په موخه به ددې ولایت ټولو ستونزو ته پر وخت رسیدنه کوي او ستونزي به یې تر لوړ پوړو مسؤلینو پوري رسوي.

د یادوني وړ ده چي په هلمند ولایت کي د دولتي پوهنتون تر څنګ درې شخصي پوهنتونونه او درې انستیتیوته شتون لري.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق