حقاني نه مري او نه يې جلال مري.!

مفتي حماس انقيادي له شک پرته شهيدان ژوندي دي، د څښتن تعالی له لوري سهار او ماښام روزي ورکول کيږي. رسول د خدای فرمايي: د مسلمان وجود د ښيښې په څير دی، ښيښه چې ماته شي سل ښيښې نورې ترې جوړي شي. شهادت همداسې مثال لري، يو مجاهد چې شهيد شي اللّٰه عز وجل يې […]

مفتي حماس انقيادي

له شک پرته شهيدان ژوندي دي، د څښتن تعالی له لوري سهار او ماښام روزي ورکول کيږي.
رسول د خدای فرمايي:
د مسلمان وجود د ښيښې په څير دی، ښيښه چې ماته شي سل ښيښې نورې ترې جوړي شي.
شهادت همداسې مثال لري، يو مجاهد چې شهيد شي اللّٰه عز وجل يې د وينو په برکت سل مجاهدين پيدا کړي.

په شهادتونو سره مؤمنان کمزوري کيږي نه، د شهادت وينې د شجاعت او ميړانې بوټي زرغوني.
شهادت مرګ نه دی او نه د زوال معنی لري.
امت په شهادتونو نه مړ کيږي؛ بلکې عقيدي او عزمونه يې لا پیاوړي کيږي.

له څو لسيزو را په دیخوا د حقاني کورنۍ له ذهني اټکل پورته د اللّٰه تعالی د دين د عليا او د هيواد د ازادۍ په خاطر ډول ډول ستونزي، قربانۍ او شهادتونه يې وزغمل، هغوی له‌ دې برحقي داعيي په شا نشول او دا دی په همدې لاره کې يو بل حقاني قرباني شو.

شهيد خليل الرحمان حقاني تقبله اللّٰه شهادت امت ته د شهادت، جهاد او د غيرت درس پريښود.
هغه په دومره زيات عمر وښودله چې امت جهاد او قربانۍ ته ضرورت لري.

شهيد حاجي خليل الرحمن چې د وخت شوروي د جهاد پر وخت د ځوانۍ په تنکۍ مرحله کې و، مګر سنجیدت او نظامي مبارزه یې د یوه پوخ او ستراتېژیک جنګي قومندان په څېر وه، د جنګ په تاوده میدان کې به یې په خپلو نظامي تدابیرو سره د ملګرو بایللي روحیات، روان ژوندي او نورمال ساتل.

د حاجي خلیل الرحمن تقبله اللّٰه تر ټولو نوښتګره ځانګړنه دا وه چې په نظامي محل کې یو مارشال، په سیاسي ډګر کې یو متحرک، ځیرک او فعال ډیپلومات او په قومي مسایلو کې ښه مصلح او موثر جرګه مار شخصیت و.

شهید حاجي خليل الرحمن یو مسلمان، هوښیار او مدبر مشر و، هغه په بریالي مبارزه او جهاد کې سترې قربانۍ ورکړې او دا دی په همدې لاره کې یې خپله وروستۍ ساسکي وينه توي کړه.

د شهيد الحاج خليل الرحمن حقاني شهادت نه يوازي اسلامي امارت لپاره بلکې د تمام امت مسلمه لپاره ستره ضیاع ده.

څښتن تعالی جل جلاله دې د نوموړي شهادت په خپل دربار کې قبول کړي.