دعوت او ارشاد : په مئ کې۱۵۳۳ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي

د (۲۰۲۱م)کال د مئ په میاشت کي  داسلامي امارت د دعوت،ارشاد،جلب، جذب، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي  ۱۵۳۳تنه چي دکابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه راووتل اوداسلامي امارت دمجاهدینوسره یوځای شول . دوی مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویوزیات شمېرمهمات […]

د (۲۰۲۱م)کال د مئ په میاشت کي  داسلامي امارت د دعوت،ارشاد،جلب، جذب، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي  ۱۵۳۳تنه چي دکابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه راووتل اوداسلامي امارت دمجاهدینوسره یوځای شول .

دوی مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویوزیات شمېرمهمات مجاهدینوته وسپارل .

داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .

داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .

تفصلي یې په لاندي لینک کي لوستلی شئ !

دلته کليک وکړئ