د یو فدایي مجاهد له پلار سره خواله

حبیب مجاهد حاجي عبیدالله د کندهار ولایت اوسیدونکی دی د نوموړي شل کلن زوی څه موده وړاندې د افغانستان په کندز ولایت کې په فدایي عملیاتو کې په ګډون سره له سوبمن برید وروسته د شهادت عالي مقام ته ورسید. له نوموړي سره مو مرکه کړې ده چې ستاسو توجه ورته غواړو . پوښتنه حاجي […]

حبیب مجاهد

حاجي عبیدالله د کندهار ولایت اوسیدونکی دی د نوموړي شل کلن زوی څه موده وړاندې د افغانستان په کندز ولایت کې په فدایي عملیاتو کې په ګډون سره له سوبمن برید وروسته د شهادت عالي مقام ته ورسید.

له نوموړي سره مو مرکه کړې ده چې ستاسو توجه ورته غواړو .

پوښتنه

حاجي صاحب ! له هرڅه وړاندې ستاسو د ځوان زوی د شهادت مبارکي درته تقدیموم الله تعالی دې شهادت قبول کړي او تاسو ته دې الله تعالی اجرونه او نعم البدل درنصیب کړي ، که په پیل کې ستاسو د شهید زوی لنډ تعارف راته وړاندې کړئ ؟

ځواب

مننه ،تاسو ته یې هم مبارکي وایم الله تعالی دې د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي او الله تعالی موږ ټولو ته ددې لارې د پاللو توفیق راکړي.

زما د زوی نوم احمدالله و د کندهار د بولدک اوسیدونکی، د عمر په لحاظ تازه په شل کلنۍ ګډ شوی و او سبقونه یي په ثانیه درجه کې وه ، سبقونه ځکه یو څه ترې قضاء شوي و چې په دې وروستیو کلونو کې په ډیر وخت جهادي سنګرونو ته تلو .

پوښتنه

د شهید احمدالله د جهادي ژوند په اړه که معلومات راکړئ ؟

ځواب

څو کاله وړاندې کله چې نوموړی تازه ځوانۍ ته رسیدلی و او نوې یي ږیره ښکاره شوې وه، ډیر جهادي شوق یي درلود،نو لومړی د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ ته لاړ ، هلته یي د یرغلګرو په مقابل کې په جهاد کې ګډون واخیست له هغه وروسته یي نورو سیمو کې هم جهادي خدمتونه ترسره کړل او وروسته یي فدایي عملیاتو ته ځان وقف کړ .

پوښتنه

ستا زوی چې د فدایي عملیاتو اراده وکړه آیا له تا سره یي خبره شریکه کړې وه او له تا یي اجازه اخیستې وه ؟

ځواب

هو ، شهید احمدالله چې کله د فدایي عملیاتو اراده وکړه نو له ټولو مخکې یي ماته وویل او خپله دا خبره یي راسره شریکه کړه، ما ورته وویل چې ته ما دالله تعالی لارې ته سپارلی یې،که سبق وایي ، جهاد کوې یا فدایي عملیات کوې، دالله تعالی په لاره کې چې هره نوع قرباني ورکوې زما لخوا درته اجازه ده .

زما له ډیره وخته په زړه کې دا ارمان و چې الله تعالی مې اولادونو په جهادي روحیه تربیه کړي او د شهادت او په خپل دین له قربانۍ سره یي شوق پیدا شي، د همدې لپاره ما همیشه په خپلو اولادونو د مجاهدینو نشریات کتل ترڅو ددوی مینه له جهاد سره پیدا شي،نو زما همدا هدف و نوځکه چې کله مې زوی رانه د فدایي عملیاتو اجازه وغوښته ما په ډیر خوشالۍ اجازه ورکړه له هغه وروسته یي له مور سره دا خبره شریکه کړه مور یي هم اجازه ورکړه او په ډیره خوشالۍ یي د خپل زوی د شهادت تمنا قبوله کړه .

له هغه وروسته چې کله د فدایي عملیاتو لپاره لاړ نو بیا بیا یي تیلفون راکاوو،او له ټولو وروڼو ، خویندو او والدینو سره به یي خبرې کولې او په داسې اطمینان او خندا به یي مجلس کاوو ، چې داسې خوشالي او اطمینان ما تراوسه نه دی لیدلی، دده له برکته زموږ په کور کې هم همداسې داطمینان فضا وه او هیچا ته دا کومه درنه پیښه نه ښکاریدله چې دا د جهاد او استشهاد برکت دی .

کله چې دعملیاتو لپاره کندز ته لاړ له هغه ځایه یې هم ټیلفون راوکړ او د کور له ټولو غړو سره وغږیده او دری ورځې وروسته یي فدایي عملیات ترسره کړل .

پوښتنه

دښمن مسلسل تبلیغات کوي چې فدایي عملیات هغه کسان ترسره کوي چې رواني مرض ولري یا احتیاج وي او د پیسو په مقابل کې دغه عملیات کوي ، دغه خبره څه وخت مخکې کرزي هم له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وکړه، نو ستا زوی احمدالله چې تا دخپل زوی حیث ښه پیژاند آیا دغسې کوم احتیاج یا ناروغي خو به یي نه درلوده ؟

ځواب

دا خو ټول د کفارو او دهغوی د ملګرو چې فدایانو ورباندې خوب حرام کړی دی تبلیغات دي ،زما د زوی کورنۍ ژوند د باچاهۍ ژوند و ، ماته الله تعالی ښه هستي راکړې ده ، خپل زوی احمدالله ته مي شخصي موټر سایکل اخیستی و، چې کله به له مدرسې راغی د کور موټر هم دده په واک کې و ما ورته همیشه د جیب خرڅ لپاره ډیرې پیسې ورکولې او هیڅ شي ته یي د یوې روپۍ ضرورت نه درلود ، د صحت په لحاظ یي دومره ښه صحت و چې زماخو زوی و له کشرتوبه راته معلوم و چې هیڅ جسمي یا عصبي تکلیف او ناروغي نه درلوده په سبقونو کې ښه تکړه او د ژوند په ټولو چارو کې غښتلی و.

دا خو به ډير ساده او بي خبره خلک وي چې دغسې خبرې کوي یا دفدایانو په اړه دغسې غلطې خبرې مني،ددوی څرنګه دا عقل مني چې یو څوک دې بل انسان دغسې حملې ته تیار کړي که دغه ممکنه وای خو اوس به امریکایانو هم ډیر خلک اماده کړي و، اصل کې هغه خلک چې دغسې تبلیغات کوي د جهاد او د الله تعالی دعشق له حقیقته ناخبره دي،ددوی ایمانونه کمزوري دي ځکه دغسې غلط فکر کوي، فدایي حمله یوازې دایمان په زور کیږي څوک چې په الله تعالی، قیامت او جنت ټینګه عقیده ولري هغه دغه قرباني ورکولای شي.

پوښتنه

د شهید احمدالله له شهادت وروسته د هغه دپلار په حیث ستاسو احساس څه دی او د کورنۍ غړي مو په څنګه حالت کي دي؟

ځواب

الحمدلله ثم الحمدلله ، زه له الله تعالی څخه ډیر راضي یم،چې زما زوی یي په خپله لار کې قبول کړ، زه داس مطمئن یم چې یوه ذره اندازه وسواس او خفګان هم په زړه کې نه رالویږي،د کورنۍ ټول غړي همداسې مطمئن دي ، په کور کې ویر او ژړا نشته او ټول د الله تعالی په قضاء باندې راضي دي چې دغه اطمینان هم ماته د همدې قربانۍ برکت ښکاري.

پای