د الصمود مجلې له رئیس التحریر احمد مختار سره ځانګړې مرکه

درنو لوستونکو ! لکه څنګه چې خبریاست په دې وروستیو کې په افغانستان کې له سیاسي او پوځي اړخه څو د پام وړ اومهم انکشافات رامنځته شول، له دې جملې یو مهم انکشاف د ناټو قواوو د بشپړ وتلو هوډ او د بارک اوباما لخوا دافغانستان د جګړې اعلان و، دا چې جریانات څومره مهم […]

درنو لوستونکو !

لکه څنګه چې خبریاست په دې وروستیو کې په افغانستان کې له سیاسي او پوځي اړخه څو د پام وړ اومهم انکشافات رامنځته شول، له دې جملې یو مهم انکشاف د ناټو قواوو د بشپړ وتلو هوډ او د بارک اوباما لخوا دافغانستان د جګړې اعلان و، دا چې جریانات څومره مهم دي او دهیواد په راتلونکي به کومې اغیزې ولري په دې اړه مو د چارو له څارونکي او دالصمود مجلې له مشر تحلیلګر ښاغلي أحمد مختار سره مرکه کړې چې ستاسو توجه ورته راګرځوو.

پوښتنه :

د ۲۰۱۴ م کال د ډسمبر په ۲۸ مه نیټه د آیساف ځواکونو په کابل کې د یولړ مراسمو په لړ کې خپل بیرغ راښکته او په افغانستان کې یي د خپل ماموریت پای اعلان کړ ، په همدې ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې دامریکا د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ یعني دافغانستان جنګ پای ته رسیدلی دی ؟

ستاسو په باور د جګړې د پای دغه اکټونه چې رسما په دومره لوړه سطحه د غربي اشغالګرو لخوا ترسره شول آیا واقعا په افغانستان کې ددوی لخوا د پیل شوې جګړې په پای دلالت کوي او که د نورو اهدافو لپاره ترسره کیږي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی اله ومن والاه وبعد.

زما په نظر چې امریکایان دغه ټول تصرفات او کړنې د خپلو ولسونو د اغفال او د هغوی له ملامتۍ څخه د ځان خلاصولو په خاطر کوي .

امریکایان په افغانستان کې د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري، بلکې غواړي   له افغانستانه   بهر هم د جګړې ساحه پراخه کړي ، امریکایان د نړۍ هغه ظالم صفته انسانان دي چې د خپلو ګټو تر لاسه کولو او خپلې سیطرې غزولو لپاره یې ډیر ولسونه   په تیره د دریمې نړۍ   اکثریت هیوادونه نا آرامه کړي ، دوي تل خپل منافع د نورو په ځورولو ، نا آرامه کولو او د هغوی د سیمو په لاندې کولو کې لټوي .

د کابل   له مزدور رژیم سره د امنیتي تړون لاسلیکول ، په افغانستان کې د بي پلوټه الوتکو بمباري جاري ساتل او دلته   د محدود شمیر امریکايي اډو ابقاء   له عسکري او امنیتي لحاظه د جګړې د غزولو   معنا لري نه دهغې پایته رسول .

پوښتنه :

که امریکا او ناټو واقعا په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی ږدي او خپل محارب ځواکونه ستنوي، تاسو د ځواکونو د ستنیدا دغه بهیر ته کوم نوم ورکولای شئ آیا ناټو او امریکا خپل اهداف ترلاسه کړل او نور ضرورت نشته نوځکه قواوې ستنوي او که دوی په جګړه کې شکست خوړلی او په مات حالت کې ستنیږي ؟

ځواب :

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر شکست تر بل هرچا له مخه خپله امریکایان او د هغوی   پوځي ماهرین اعتراف لري ، یواځې امریکایان نه بلکې د نړۍ په کچه تر ټولو مهم قوي نظامي تړون (ناټو) هم ورسره یو ځای شکست خوړلی .

اوس دغه شکست خوړلي یرغلګر غواړي د خپل شکست انتقام له افغانانو څخه په یو بل ډول سره واخلي .

دوی پوهیږي چې له پوځې لارې د افغانستان تسخیر ناشونی دی ، هماغه ده چې دې هدف ته درسیدو لپاره   په غیر مستقیم ډول له نورو لارو څخه کوښښ کوي ، داسې لارې چارې او وسائل چې د هغوی استخدام د امریکایانو لپاره په پوځي او اقتصادي لحاظ کم مصرفه او   هدف ته درسیدو لپاره ډیر بریالي او موفق وي .

د دغو خطرناکو وسائلو له جملې څخه یو هم د امنیتي تړون په وسیله په افغانستان کې د جګړې تداوم دی   ؛ ځکه

د همدې تړون په وسیله د افغانستان ځمکه او فضا تر راتلونکو لسو کلونو لپاره د امریکایانو په اختیار کې ورکړل شوې ، د همدې تړون په وسیله امریکايي ځواکونو ته د افغانستان په هرځای کې چې زړه یې وغواړي د پوځي عملیاتو د ترسره کولو حق ورکړل شوی .

د همدې تړون په وسیله   امریکایي ځواکونو ته له ټولو هغو جنایاتو څخه چې د پوځي عملیاتو په جریان کې د بیوزله ولسي افغانانو په خلاف تر سره کوي قانوني مصؤنیت او برائت ورکړل شوی .

مخکي   امریکایانو غوښتل خپلو اهدافو ته د اجنبي عسکرو د شتون په وسیله ځان ورسوي اوس د یاد تړون په لاسلیکولو سره   هماغه اهداف د خپلو داخلي مزدورانو په زریعه تر لاسه کول غواړي ، په داسې ډول چې   امریکايي عسکر هم له بشري تلفاتو مصؤن وي او هم له مالي هغو نه .

چې   په همدې توګه په افغانستان کې   د مجاهدینو او داخلي مزدورانو ترمنځ د مقاومت او مقابلې دوام ته یو مبرر پیدا او له امله یې تر ډیره وخته دافغانانو ترمنځ د مقابلې ډ ګرتود وساتل شي.

پوښتنه :

ځيني تحلیلګران په دې نظر دي، چې د ناټو لخوا د بیرغونو کوزول او د ځواکونو شاتګ هسې یوه ډرامه او تشریفاتي مظاهر دي، دوی وایي بهرني ځواکونه دلته په بیلابیلو بڼو شتون لري ، ناټو او امریکا د خپلو اهدافو لپاره راغلې وو اډې یي ترلاسه کړې او اوس یي اضافي عسکر وایستل ، دوی وایي افغانستان د یوې ژورې نړیوالې توطیې په لمن کې پروت دی او دومره په اسانه او ژر باید افغان مجاهدین د فتحې او یرغلګرو د شکست دعوه ونکړي تاسو دغه تحلیل ته په کوم نظر ګورئ آیا واقعا افغان اولس له ازادۍ څخه همدومره لرې دی ؟

ځواب:

زما له نظره په پوځي لحاظ یرغلګرو ځواکونو دلته ښکاره شکست خوړلی ، په دې اړه د پنټاګان د پوځي متخصصینو اعترافات او د هغوی د تلفاتو احصائیې موجود ې دي ، خو دا خبره د دې مانا نه لري چې مجاهدین نور په ټولو ابعادو کې پر دښمن غالب شوی ، بلکي   اوس د دښمن د مقابلې جهت بدل شوی ، مخکي یې د جګړې یا مقابلې ټول تر کیز په پوځي برخه باندې وه اوس هغه نور ابعاد پیداکړي چې د مجاهدینو لپاره اوسنۍ مقابله تر مخکینۍ هغې ډیره ستونزمنه   او مجاهدین باید هغه په ډیر غور ، دقت او سنجش پرمخ بوزي.

مجاهدین د پوځي ډګر تکړه   فاتحین او اتلان دی او دا چې د دوی نشأت او پرورش ټول په پوځي جبهاتو او سنګرونو کې شوی خو د سیاست او د فتر په معاملاتو کې باید دوی همدومره وړتیا ثابته کړي لکه په نظامي او پوځي مجالاتو کې چې ترې برخمن دي.

ځکه نو په کار ده چې مجاهدین وروڼه   باید د مقاومت په دغه حساسه مرحله کې له دښمن سره د نوي طرز مقابلې لپاره پوره اماده ګي ولري او دخپل پوځي عبقریت او جهادي بصیرت په کار ولو سره دښمن ته په دغه مرحله کې هم   دعبرت   نه هیریدونکی درس ورکړي.

پوښتنه :

امریکایان خپل محارب ځواکونه ستنوي خو د دایمي اډو تر عنوان لاندې ځواکونه به یې پاته وي ستاسو په باور آیا دا ځواکونه به وکولای شي په افغانستان کې په ارامه واوسي او خپل اهداف تعقیب کړي او که به په پای کې دوی هم په تیښته مجبور شي ؟

ځواب :

دا چې امریکایان د اشغال په پیل کې چې هم تازه نفسه او هم یې د اشغال   غرور او مورال په سر کې وه د ۱۵۰۰۰۰ زره ځواکونو په موجودیت کې ناکام او له هر ډول لاسته راوړانې څخه نا توانه شول اوس به چې هم له خپلې بریا نهیلې شوي ، هم يي په لسګونوزره پوځیان مړه او ژوبل شوي او هم یې د پوځیانو حربي مورال له منځه تللی څرنګه به و توانیږي چې خپل اهداف تر لاسه کړي؟

داچې ۱۵۰۰۰۰ زره پوځیان یې په تیښتې مجبور شول ، نو پاتي لس یا اته   زره به یې حتما د نورو تښتیدلیو لاره خپله وي ان شاء الله او افغانستان به افغانانو ته پاتي کیږي تري .

پوښتنه :

د ځواکونو د ایستلو سره هم مهال غربي چارواکو دا دعوه هم کړې چې دوی افغانستان او افغانانو ته په تیرو ۱۳ کلونو کې ستر ستر خدمتونه کړي، هغوی ته یي دموکراسي،ازادي او حکومتداري ورپیرزو کړې، او په بیلابیلو اقتصادي، امنیتي، عمراني او کلتوري برخو کې یي ورسره کومکونه کړي دي ستاسو په باور لویدیځوالو په تیرو ۱۳ کلونو کې افغانانو ته کوم ارمغان له ځانه سره راووړ؟

ځواب :

هو ! ریښتیا هم د امریکایانو په راتګ سره افغانستان په ډیرو مورادوکې پرمختګ او په نړیواله کچه یې لومړی مقام تر لاسه کړی ، دامریکایانو په خپل اعتراف افغانستان په مالي فساد کې لومړی مقام ته رسیدلی ، په نا امني کې لومړی نمبر، د بشري حقونو په تخلف کې لومړی نمبر ، د مخدره توکو په تولید کې لومړی نمبر، د ښځو په وړاندې تاو تریخوالي کې لومړی نمبر   تر لاسه کړی.

دا ر یښتیاهم هغه پرمختګونه   دی چې په افغانستان کې یې له امریکايي اشغاله پرته دغه ډول ترقي او پرمختګ ته رسیدل له محالاتو څخه ګڼل کیدو .

پوښتنه :

په سیاسي برخه کې دتیر کال ستر تحول د انتخاباتو ترسره کیدل او بیا د امریکایانو له مداخله وروسته د ملي وحدت په نوم د حکومت رامنځته کیدل و، تاسو ددې حکومت چې اوس یي دکار سل ورځې پورې شوې کار او راتلونکی څرنګه ارزوئ ؟

ځواب :

د اشغال تر سیوري لاندې انتخابات   او په هغو پوري تړلې فعالیتونه او کړنې هر څه د یرغلګرو لخوا د عامه ذهنیت د اغفال لپاره تر سره شوي ، که ریښتیاهم   انتخابات د افغانانو لخوا دهغوی د   مصلحت لپاره تر سره شوی وای نو بیا د جان کیري متعددو سفرونو او د امریکايي سفیر مداخلې ته څه ضرورت وه؟

انتخاباتي پروسه په مجموع کې یوه امریکايي ډرامه وه چې په نتیجه کې یې د اشرف غني   بیواکه او دوه سری حکومت   رامنځته شو .

د افغانانو لپاره دغه ډول دوه سری بیواکه حکومت   د امریکايي جنایتو له جملې نه   هغه ستر جنایت بلل کیږي چې   دافغانانو د تفرقې او د هغوی د ویشلو لپاره یې ایجاد کړی .

اشرف غني چې د خپل عمر زیاته برخه یې د امریکايي تبعه په توګه   د امریکايي حکومت په ماموریت کې تیر شوی   د امریکایانو په دستور د دغه حکومت   لپاره   د یو ترټولو مناسب   شخص په حیث ټاکل شوی .

لهذا ویلای شو چې د اشرف غني حکومت   د افغانانو په رایو منځته راغلی حکومت نه بلکې د امریکایانو په دستور د هغوی   د خپلو مصالحو د تحقق لپاره   جوړ شوی ، د دغه حکومت له اعلانه (۲۴) ساعته وروسته له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیکول او د کابینې تشکیل تر دری نیمو میاشتو پوري ځنډیدل د دې ښکاره ثبوت دی چې دا حکومت د امریکايي منافعو د تحقق لپاره جوړ شوی نه د افغاني د ستونزو د حل کولو لپاره.

پوښتنه :

د ۲۰۱۴ م کال په اوږدو کې که دافغانستان په نظامي وضعیت رڼا واچوئ، په نظامي برخه کې برلاسي او د عمل ابتکار له کومې خوا سره و او په راتلونکې کې نظامي وضعیت څرنګه اټکلوئ ؟

ځواب:

د ۲۰۱۴ کال په اخیر کې د بهرنیو ځواکونو لخوا په افغانستان کې خپل پوځي بیرغونه راټیټول د دغه کال تر ټولو لویه لاسته راوړنه او د ټولو مسلمانانو لپاره یو افتخار دي .

دغه بیرغونه چې په افغانستان کې   د یرغلګرو لخوا د هغوی د واکمني او تسلط په غرض هسک شوی ول د جهادي قهرمانانو د بیسارو سر ښندنو او قربانیو له برکته   په ډیر ذلت او رسوايي سره د هغوي لخوا بیرته په ټیټوسترګو راټیټ کړل شول.

په همدې کال کې   د جهادي قوت په زور له امریکايي وحشي زندان ګونتنامو څخه   د اسلامي امارت   د پنځو تنو لوړ پوړو چارواکو راخلاصول د جهاد او افغانانو بله تاریخي کامیابي ده چې   د جهاد   په ترڅ کې یې تر لاسه کړې .

د مجاهدینو لخوا پوره پنځه کاله د امریکايي افسر له ځان سره بندي ساتل په حقیقت کې   د ټولې امریکا د اسارت په معنا دی ، ځکه امریکایانو له مجاهدینو څخه د خپل پوځي اسیر د خلاصولو لپاره خپل ټول پوځي توان و   کاراوه خو هیڅ یې ترلاسه نکړل.

له دې پرته هم تیر ۲۰۱۴ کال   د مجاهدینو لپاره له   لاسته راوړنو او بریاوو ډک کال و.

په همدې کال کې په افغانستان   دامریکایانو تر ټولو لوړرتبه امریکايي دری ستوریز تورن جنرال هارلډ ګریني د قهرمان مجاهد   رفیق الله په حماسه زیږوونکي تاریخي برید کې هلاک   او د هغه تر څنګ نور ۲ ۱تنه لورتبه الماني جنرالان   او پوځیان مړه او ژوبل شول .

همداراز د هلمند په شوراب مهمې پوځې   اډې باندې د مجاهدینو څلور ورځني عملیات ، د کابل په زړه کې د امنیه قومندان پر دفتر حیرانوونکی برید ، د ارګ په خوله کې د فرانسې په کلتوري مرکز برید او دکابل په ښار کې د یرغلګرو اجنبیانو او دهغوی د داخلي مزدورانو پر ځالو باندې د مجاهدینو تکتیکي بریدونه   ، د هیواد د لویو ښارونو مرکزونو ته په موفقانه توګه د جهادي عملیاتو انتقال او د هیواد په ځینو ولایتونو کې د مجاهدینو لخوا د زیاتو سیمو تصفیه کول او ولسوالیو فتح کول په ۲۰۱۴ کې د مجاهدینو   له مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

د غو تکتیکي عملیاتو او لاسته راوړنو د دښمن مورال سخت ځپلی او بلکل یې د ابتکار عمل جرآت تري اخیستی ، هغوی اوس په تول هیواد کې د مجاهدینو په مقابل کې په مورال لو یدلي د فاعي وضعیت کې قرار لري .

پوښتنه :

په دې وروستیو کې امریکایان او دهغوی ملګري که څه هم په پوځي برخه کې د شاتګ په حال کې دي خو په تبلیغاتي برخه کې یی هڅې تر پخوا زیاتې شوي دي.

د یرغلګرو ددې کړنې په وړاندې باید څه وشي تر څو مو ولس له تبلیغاتي یرغل څخه غوندي پاته شي ؟

ځواب :

امریکایانو د افغانستان اشغال د تبلغاتو په مټ پیل کړی ، پاللی او بالاخره پایته رسولی دی .

تبلیغات د معاصرې نړۍ په سیاست کې د مقابلې ګټلو لپاره تر ټولو موثره طریقه ده ؛ ځکه دښمن هم   په تبلیغاتي   جګړې هغومره ترکیز لري لکه په پوځې هغې چې یې لري .

د دښمن د دغې جګړې د ناکاره کولو او شنډولو لپاره مجاهدینوته په کار دی چې په   تبلیغاتي ډګر کې   په بالمثل اقدام لاس پوري کړي او له دښمن سره د تبلیغاتي مقابلې لپاره   خپل ټول توان په کار واچوي .

د امریکایانو تبلیغاتي جګړه هم   همداسي له وحشت ، بربریت او بي اخلاقي توبه ډکه ده لکه دهغوی پوځي جګړه ، د هغوي تبلیغات پر کذب او عدم مصداقیت بناء دي   هغوی د واقعیت په ساحه کې له دروغو پرته بل داسې څه نه لري   چې نړیوال او فغانان ورباندې قانع کړي.

خو اوس چې په افغانستان کې د امریکايي پوچو تبیغاتو ماهیت هرچاته مالوم شوی نو هیڅ څوک ورباندې باور نه کوي ، حتی په ډیرو مواردو کې دوی خپل تبیلغات   په خپله تکذیبوي .

ډیر ځله خپله امریکايي مطبوعات   د سپیني ماڼۍ د چارواکو هغه ادعاوي چې په افغانستان کې یې د لاسته راوړنو په اړه کوي   په خپلو نشراتو کې په مضحکي تعبیروي او پوري خاندي .

مجاهدین باید د دښمن   د دغه سنګر د فتح کولو لپاره پر صادق اعلام اتکاء ولري ، اعلامي او تبلیغاتي مواد یې ریښتوني ، بامسؤلیته او قناعت کننده وي . بامصداقیته او پروخت   تبلیغات   د دښمن   د اعلامي جګړې په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولای شي .

پوښتنه :

او په پای کې که دا راته ووایاست چې په افغانستان کې د اسلامي نظام او سرتاسري سولې راتلو ته څومره امیدوار یاست څه باید وشي چې افغان اولس خپلې دې ارمان ته وصل شي ؟

ځواب:

مسلمان باید پر اللهي تقدیراتو باور ولري او همیشه   د خپل راتلونکي او خپلې جامعې د مستقبل په اړه متفائل وي .

مسلمانوافغانانو د الهي نظام د انفاذ او له یرغلګرو څخه د خپل هیواد دآ زادي لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي ، ډیر زحمتونه یې ګاللي او نهایت زیات مظلومیتونه یې لیدلي .

الله تعالی غیور ذات دی   او مونږ   پردې یقین لرو چې د مظلومو افغانانو دغه مظلومیتونه او قربانی به حتما نتیجه ورکوي   او له برکته به   یې اسلامي افغانستان   د اشغالګرو له واکمنۍ آزاد یږي.

هغه وخت به بیا ځوریدلي افغانان   په خپلواک افغانستان کې   د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د یوه ډاډمن ، سوله ییز ژوند او مستقل برخلیک خاوندان وي …. ان شاء الله

وماذلک علی الله بعزیز.

وفقکم الله تعالی