د اسلامي امارت له ویاند قاري محمد یوسف احمدي سره د روانو جریاناتو په اړه ځانګړې مرکه

درنو لوستونکو ! له مسؤلینو او صاحب نظرانو سره د مرکو په لړ کې مو د اځل د اسلامی امارت له ویاند ښاغلي قاري محمدیو سف احمدي سره د افغانستان د روانو پیښو، عزم عملیاتو ، سیاسي وضعیت او نورو ذیربطه موضوعاتو په اړه مرکه کړې ده ، چې ستاسو توجه ورته راګرځوو. ــــــــــــــــــــــــــــــــ پوښتنه […]

درنو لوستونکو !

له مسؤلینو او صاحب نظرانو سره د مرکو په لړ کې مو د اځل د اسلامی امارت له ویاند ښاغلي قاري محمدیو سف احمدي سره د افغانستان د روانو پیښو، عزم عملیاتو ، سیاسي وضعیت او نورو ذیربطه موضوعاتو په اړه مرکه کړې ده ، چې ستاسو توجه ورته راګرځوو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه

د اسلامی امارت ویاند ښاغلي قاري محمدیوسف احمدي !

له هرڅه وړاندې درته هرکلی وایو، که لومړی د هیواد د عمومي وضعیت په اړه زموږ لوستونکو ته معلومات ورکړئ   مهرباني به مو وي .

ځواب

الحمدلله رب العلمین والصلوة والسلام علی رسوله محمد و علی آله و اصحابه اجمعین . و بعد

له هرڅه وړاندې خپل سلامونه او نیکې هیلې تاسو او لوستونکو ته وړاندې کوم، د مرکې ددعوت له امله له تاسو مننه کوم، او ستاسو د پوښتنې په اړه باید ووایم چې لله الحمد د هیواد روان حالات په خاص ډول جهادی وضعیت د جهادي صف په نفع جریان لري .

تاسو پوهیږئ چې هیواد مو اشغال دی او نړیوالو کافرو زورورو په ډیر وحشیانه ډول ورباندي حشر کړی او په یو اړخیز شکل یې قبضه کړی دی،مګر لله الحمد زموږ مؤمن او مجاهد اولس د اسلامي امارت په چوکاټ کي دعالیقدر امیرالمؤمنین تر رهبرۍ لاندې متجاوزو اشغالګرو ته لکه چي پکار وو داسي ځواب ورکړی، او دروان ظالمانه اشغال په وړاندې یې په دیني،سیاسي او عقلي اعتبار پرځای او مناسب دریځ نیولی، ولس مو د یرغلګرو په خلاف او د اسلامي حاکمیت د اعادې لپاره جهادي مبارزه په ډیر متانت او ایماني قوت سره جاري ساتلې او په تیرو نږدې څوارلس کلونو کې یي په دې لاره کې د هیڅ ستومانۍ احساس نه دی کړی ، همدا اوس د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې جهادي مبارزه تر ټولو په ښه حالت کې قرار لري ، د هیواد په دوه ثلثه خاوره باندې داسلامي امارت حاکمیت اوشرعي نظام ټینګ دی اودهیواد پنځه شپیته سلنه خاوره د کفر او فساد له خبث څخه پاکه شوې ده، یرغلګرو په نظامی ډګر کې بشپړ شکست خوړلی، لسګونو یرغلګرو هیوادونو خپل پوځيان په مکمل ډول له افغانستانه ایستلي دي، کوم یرغلګر چې پاته دي،هغوی د جګړې او له مجاهدینو سره دمخامختیا مورال کاملا بایللی نو ځکه په خپلو بیسونو کې محاصره ژوند تیروي ، د یرغلګرو د پوځي،سیاسي او رواني شکست غوندې ددوی ګوډاګیان او تحت الحمایه رژیم هم په ټولو اړخونو کې له رسواییو او مطلقې ناکامي سره مخامخ دی، ګوډاګی رژیم په داسې سیاسي کړکیچ کې ښکیل دی چې هره شیبه یي بقاء له خطر سره مخامخ ده او کیدای شي ډیر ژر په خپله ونړیږي، د ګوډاګیانو پوځي توان هم د پخوا غوندې نه دی، متحده قومنده او جګړه ایزه مورال نلري، ګوډاګي رژیم د اولس او نړۍ په کچه خپل اعتبار داسې له لاسه ورکړی چې ښایي تر دې پخوا افغانستان دومره بې اعتباره او د مسخرو وړ حکومت نه وي لیدلی اولس د امریکایانو له ګوډاګیانو بیزاره شوی او ددوی شتون د خپلو دیني او ملي ګټو په زیان بولي .

بالمقابل لله الحمد اسلامي امارت او تر رهبرۍ لاندې مجاهدین یي د هرکله په پرتله په ښه وضعیت کې دی، اسلامي امارت د نړیوالو یرغلګرو په ماتولو سره دیوه فاتح او پایدار صف په حیث ثابت شوی دی، چې اوس یې په ملي او بین المللي کچه له دې پرستيژ څخه سترګې نه شي پټیدلی، دامارت داخلي نظم، د مجاهدینو داطاعت روحیه،دمجاهدینو اصلاح او تربیه ،له اولس سره حسن تعامل او په قضایاوو کي ورته داولس مراجعه او په شرعي ډول دهغه حل اوفصل همداراز ،ددښمن په وړاندې ثبات داښیي چي په ټولو برخو کې جهادي صف د ترقۍ په حال کې دی،چې دا په دې امتحاني شرایطو کې دالله تعالی مرسته او په دې جهادي صف دالله تعالی ځانګړی نظر او مرحمت دی ، والحمدلله علی ذالک .

پوښتنه

تاسو د اسلامي امارت د هراړخیزو بریاوو او لاسته راوړنو په اړه څرګندونې وکړې کولای شئ په دې برخه کې تفصیل ورکړئ ؟

ځواب

بلې، په بیلابیلو برخو کې داسلامي امارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه ویلی شو، چې په نظامي برخه کې خو تاسو وینئ چې دافغانستان په څلور دیرشو ولایاتو کې داسلامي امارت ټول تشکیلات نورمال فعالیت لري ،مجاهدین د اکثرو ولایاتو په اکثرو سیمو بشپړ کنترول لري ،په عموم کې حکومت په محاصره شکل ګوزاره کوي،مجاهدین په ټولو ولایاتو کې عملا په تعرضي بریدونو، استشهادي عملیاتو او سترو جبهه یي جګړو لاس پورې کړی او په جګړه کې د تعرض ابتکار په لاس کې لري،مجاهدینو په تیرو څو میاشتو کې متعددې ولسوالۍ فتحه کړې دي ، د دانګام، بکوا، وردوج ،نوبهار ، جرم ،چهلګزي، او د کندز د ګورتیپې او امام صاحب د سیمو غوندې مهمې سیمې مجاهدینو په تصرف کې راوستي او په دښمن یي مرګوني ګوزارونه کړي ،مجاهدین توانیدلي چې د هلمند،غزني،کندز او کونړ د عملیاتو په څیر ددښمن ستر عملیات شنډ او له شکست سره مخامخ کړي،د جګړې د میدان غوندې د جهادي اعداد،روزنې او د وسائلو له اړخه د خودکفایي په برخه کې هم مجاهدینو ډیرې لاسته راوړنې درلودلې دي چې دا د کفر په خلاف د جهاد دبقاء په برخه کې ښه زیری دی .

د جهاد سره تر څنګ داسلامي امارت د دعوت پروګرام هم بریالی روان دی او هره میاشت ګڼ شمیر خلک ددښمن له لیکو راوځي او مجاهدینو ته تسلیمیږي یوازې د تیر اپریل په میاشت کې ۲۳۱ کسان له خپلو وسلو سره ددښمن له صفه راوتلي او له مجاهدینو سره یوځای شوي دي،په سیاسي برخه کې هم د اسلامي امارت خپل فعالیت په مؤثر او مدبرانه شکر جریان لري، د روان کال د درجب میاشتې په منځنیو ورځو کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعضاوو په قطر کې په یوه کانفرانس کې په ګډون سره د اسلامي امارت داعیه له یوه نړیوال سټیج څخه اعلان او د خپلو ټولو دوستانو او دشمنانو غوږونوته ورسوله ، اسلامي امارت د اشغال په خلاف په جهادي مبارزه ټینګار وکړ او له خپل مشروع موقف څخه یي دفاع وکړه .

دغه راز په نورو ټولو برخو مثلا نشراتي برخه کې هم داسلامي امارت فعالیتونه په ښه توګه پرمخ ځي او دښمن له ټولو هڅو او خواریو سره سره نه دی توانیدلی د اسلامي امارت د حقانیت اواز خاموش کړي یا دغه ستر حقیقت د نړیوالو له سترګو پټ وساتي .

پوښتنه

د روان ۱۴۳۶ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په پنځمه نیټه د اسلامي امارت د رهبري شورا لخوا دعزم په نوم عملیات پیل شول، مشخصا ددې عملیاتو د جریان په اړه که معلومات راکړی ؟

ځواب

الحمدلله د عزم عملیات لکه تاسو چې شاهد یاست په ډیره ښه توګه روان دي او هره ورځ یي بهیر توندیدونکی دی، ددغه عملیاتو په لومړۍ ورځ مجاهدینو په درست هیواد کې له ۳۰۰ زیات بریدونه ددښمن په مواضعو ترسره کړل،د معمولو بریدونو تر څنګ د عملیاتو په دوهمه ورځ ستر تهاجمي عملیات هم د هیواد په مختلفو سیمو کې پيل شول په دې لړ کې تاسو ولیدل چې د کندز په ولایت کې مجاهدینو فوق العاده پرمختګ وکړ،د کندز د مرکز مربوط د ګورتيپې سیمه ، د قلعه زال او علي اباد ډیرې سیمې دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ له مرکز پرته ټولې سیمې له دښمن څخه ونیولې دلته به زه د بیلګې په توګه په کندز کې د عزم عملیاتو د لومړۍ اونۍ لاسته راوړنې په لنډو درته ذکر کړم چې لوستونکو ته ددې عملیاتو مؤثریت په ډاګه کړي .

دعزم عملیاتو په لومړۍ اونۍ کې په کندز ولایت کې مجموعا: ۲۳۲عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي دي.۱۴۶ تنه نور مرګوني ټپيان دي. ۵۸ اربکیان ژوندي نیول شوي. ددښمن ۲۰ ټانکونه ویجاړ شوي. ۱۳ رينجر موټر یي له منځه تللي. ۶۵ پوستې له دښمن څخه نیول شوې دي. ۴۱ کلي د دښمن له وجود څخه پاک کړل شوي دي. ۱۲ ټانکونه، ۱۱ رینجرموټر، ۱۱ عرادي موټرسایکل، سلګونه میله وسله او زیات مقدار د ثقیله او خفیفه وسلو مهمات په غنیمت نیول شوي دي .دغه راز د کندز په ټوله جګړه کې ۹ تنه مجاهدین شهیدان او ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.

د کندز غوندې په بدخشان ولایت کې هم مجاهدینو ستر فتوحات تر لاسه کړي دي، ددې ولایت په جرم ولسوالۍ کې مجاهدینو دشاهین قول اردو یو مکمل کنډک له منځه وړی ، چې ددښمن لسګونه عسکر په کې وژل شوي او لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي، د جرم په فتوحاتو کې مجاهدین د ۳۰ کیلومتره په طول او عرض سیمه ددښمن له شتون څخه پاکه کړې او تر خپل تسلط لاندې یي راوستې ده .

د بدخشان د جرم غوندې په وردوج ولسوالۍ کې مجاهدینو د عزم عملیاتو په لړ کې ددښمن دوه مهم بیسونه او ۱۰ پوستې نیولې او زیات مقدار وسلې او مهمات یی هم ترلاسه کړي دي، دغه راز په بغلان ولایت کې د عزم عملیاتو په لومړۍ اونۍ د مرکزي بغلان ، پلخمري، دهنه غوري او دوشي په سیمو کې مجاهدینو ددښمن ۹ پوځي مراکز او ۲۲ پوستې فتحه کړي دي ۳۲ غټ کلي یي ددښمن له شتون څخه پاک کړي او په خپل تصرف کې یي راوستي دي، په بغلان کې په همدې موده کې ددښمن ګڼ شمیر عسکر له منځه وړل شوي او ډیر وسائل او وسائط یي مجاهدینو په غنیمت نیولي دي .

په یادو ولایاتو سربیره په فاریاب، غور او سرپل کې هم د سیمو د تصفیې او فتوحاتو بهیر خورا چټک روان دی او ان شاءالله په نږدې راتلونکې کې به موږ په دې سیمه کې د لویو فتوحاتو شاهد واوسو،د عزم عملیاتو په لړ کې د روزګان د امنیه قومندانۍ قومندان، دکندهار د امنیه قومندان مرستیال، په بلخ کې دپوځ ټولی مشر او هیواد په لراوبر کې ګڼ شمیر ددښمن مهم خلک له منځه وړل شوي دي،په کندهار ولایت کې په فدایي برید کې په یوه ورځ ۱۱ امریکایي عسکر ووژل شول،د فراه په بالابلوک، د هلمند په سنګین د خوست په علیشیرو ولسوالۍ او ګڼو نورو سیمو کې په تیرو څو ورځو کې د پام وړ فتوحات دمجاهدینو په نصیب شوي دي چې دا ټول څه د عزم عملیاتوپه کامیابۍ دلالت کوي .

پوښتنه

مجاهدینو له دښمن سره له جنګ جګړې نه علاوه نور داولس دپاره څه کړي او کنه ؟

جواب

بلي هو داسلامي امارت مجاهدینود اولس د سر او مال امنیت تامین کړی مثلا داختطاف او بې ځایه ناروا قتلونو او خود سریو اوظلمونو مخه یي نیولې او په ډیری ولایاتو کي یې اختطافګر نیولې او په خپله سزا یې رسولي او هغه چي بې ګناه انسانان یې یې قتل کړي ول دشریعت محمدي په رڼا کي زموږ دقضاتو دفیصلو له مخې قصاص کړي چي دشرعي حدودو اقامه او دشریعت تطبیق یوه مهمه فریضه ده چې الله تعالی ورباندې راضي کیږي او همدارنګه داولس ملاتړ را جلبوي او دا کار پر مجاهدینو دلا اعتماد سبب کیږي

بل دا چي دقضایاوو دښه حل په موخه زیاته فیصدي اولسي خلکو مراجعه ده چي مجاهدینو ته یې کوي هغه که په ښارونو کي وي که په لرې پرتو سیمو کي او همداراز یې اولس ته دعمراني کارونو او تعلیم او تربیي زمینه هم مساعده کړې او اولس ډیر ترې راضي دی .

پوښتنه

تاسو د اسلامي امارت د ویاند په حیث خپل اولس او اسلامي امت ته څومره ډاد ورکولای شئ چې اسلامي امارت به د جهاد اهدافو او د مجاهد اولس ارمانونو ته ژمن پاته کیږي او په دې برخه کې به د تساهل او تنازل پالیسي نه خپلوي ؟

ځواب

اسلامي امارت یو داسې صف دی چې دلته مجاهدین ټول دیوې نظریې او مفکورې په حیث راغونډ شوي دي، اصلا همدا مشترک ارمان او مقدسه نظریه ده چې دې صف ته یي روح او ژوند ورکړی دی، اسلامي امارت کوم داسې سیاسي ګوند نه دی چې ټول واک او د پالیسۍ اختیار یي د څو محدودو کسانو د مزاج تابع وي، زموږ پالیسي معلومه ده ، داسلامي امارت تګلاره هماغه محمدي شریعت او دالله تعالی نازل شوي احکام دي ، هغه د تغیر وړ نه دي د اسلامي امارت هر فرد له مشره تر کشره اسلامی شریعت ته په التزام مأمور دی،او که څوک له هغه نه عدول کوي لکه تاسو چې پخوا لیدلي اسلامي امارت له هغه نه بیزاري اعلان کړې او هغه یي له خپل صف څخه ایستلي دي.

نو بناء زه ټولو مجاهدینو، خپل مؤمن اولس او نړیوال اسلامي امت ته چې اسلامي امارت ته اعتقاد لري ډاډ ورکوم ،چې ددوی له هیلو سره به دوکه نه کیږي،دا صف د شهیدانو په وینو او مخلصو مجاهدینو په قربانیو راپالل شوی دی،اسلامي امارت د یوه فعال او ژمن جریان په حیث د خپلو پاکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له بیلابیلو مشروعو لارو او فرصتونو څخه استفاده کوي، مګر لکه څنګه چې تراوسه الله تعالی له انحراف څخه ساتلی په راتلونکې کې به هم هیڅکله له شرعي کرښو تجاوز ونه کړي ، مجاهد او عام اوس باید په اسلامي امارت باور ولري، او ددشمن د تبلیغاتو ، شیطاني وسوسو او پیش قضاوتونو په ځای باید په واقعي وضعیت ځان خبر کړي او ترڅو یي چې په خپلو سترګو یو څه نه وي لیدلی چې له شریعت سر په ټکر کې دي د مغرضوخلکو په خبرو پسې دې نه ګرځي .

پوښتنه

او وروستۍ پوښتنه دا که د اسلامي امارت ویاند خپل پیغام د هیوادوالو او مجاهدینو په نوم راسره شریک کړي .

ځواب

زما پیغام لمړی داسلامي امارت مجاهدینو ته دی چي دوی دي لمړی شخصي افعال اصلاح او دامیر اطاعت دي وکړي او په جهاد کي دي خپل نیتونه سم کړي او له اولس سره دي نور هم نرم او له عاطفې ډک چلند وکړي او ددښمن په وړاندي دي له قاطعیت او مؤثر تاکتیک نه کار واخلي او اولس ته مي دا پیغام دی چي نور دي هم دتیر په څیر دخپلو مجاهدینو وروڼو تر څنګ اوږه په اوږه ودریږي په ځان او مال سره دي دخارجي یر غلګرو او داخلي ګوډاګیانو خلاف دمجاهدینو وروڼو مرسته وکړي   او دګوډاګۍ ادارې وچار واکوته مي دا توصیه ده چي نور دي له دې صف نه راجلا او په رښتیا سره دي توبه وباسي   او داردوعسکرو او پولیسو ته مي دا پیغام دی چي دخپلو ټوپکونو خولې دي داسلام او هیواد پر دښمنانو را واړوي او له دي فرصت نه دي اعظمي ګټه پورته کړي او دنړۍ له مسلمانو اولسونو نه مي دا هیله ده هر څومره چي ممکن وي دمجاهدینو مرسته وکړي اود هغو هیوادونوحکومتي چارواکو او مشرانو ته چي دناټو په چوکاټ کي یې دافغانستان په ورانولو کي برخه اخیستې مشوره ورکوو چي نور دي خپل عسکردامریکایي اهدافو لپاره نه قرباني کوي او بر خپله پالیسي دي له سره غور وکړي او خپل عسکر دي له افغانستان نه ژر تر ژره وباسي او نور دي نه افغانان کړوي او نه دي دافغانانو په لاس خپل بچیان وژ ني چي دابه هم ددوی په خیر وي هم دافغانانو .

ـــ مننه محترم قاري صاحب !

ـــ له تاسو هم مننه کوو بریالي اوسئ